صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

پنجشنبه ۶ ثور ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

اولادونو ته هغه څه ډېر ارزښت لري چې والېدین یې تر سره کوي

-

اولادونو ته هغه څه ډېر ارزښت لري چې والېدین یې تر سره کوي

دا یو منل شوی حقیقت دی چې زمونږ اولادونه هغه څه ته ډیر ارزښت ورکوي کوم چې مونږ یې د دوی له مخې سره تر سره کوو. که چېرته مونږ په کورنۍ کې د لور په پرتله زوی ته ډیر ارزښت ورکوو، د هغه خوړو، لباس، ښوونې او روزنې ته ډیره پاملرنه کوو؛ همدا شان د هغه غوښتنې منو او د خپلې لور په پرتله ورته ډیر ارزښت ورکړو نو دا به زمونږ په اولادونو ډیره بده اغېزه و کړي، له همدې ځایه به والېدین خپلو اولادونو ته د تاوتریخوالي زده کړه ورکړي، ښځه به ورته بې ارزښته معرفي کړي چې دا ډول کړنې د دوی په روزنه بده اغېزه کوي او په راتلونکې کې به له تاوتریخوالي ډک ژوند ولري.
بله اړینه خبره داده چې کله کله مونږ خپلو اولادونو ته نصیحت کوو چې دروغ مه وایئ، خو مونږ په خپله دروغ وایو او همدا شان نورې داسې کړه نې چې دوی ته یې امر کوو خو مونږ یې پخپله نه کوو. دا هم یوه غلطه ښوونه او روزنه ده چې مونږ یې خپلو اولادونو ته ور ښایو چې دا د دوی د سپین سترګۍ لامل کېږي او کله کله بیا والېدین آن تر دې چې دوی ډبوي هم چې دا نور هم له رواني اړخه دوی سخت زیانمن کوي او په راتلونکي ژوند یې بده اغېزه کوي. بل ډیر ناوړه دود چې په کورونو کې یې والېدین لري هغه دادی چې په خپله به له نیشه لرونکو او دوخانیاتو څخه ګټه پورته کوي خو خپل اولادونه به ترې منعه کوي، آن تر دې چې په ځینو حالاتو کې خپل کوچنی زوی او خپله کوچنۍ لورد سګریټو، نصوارو او داسې نورو نیشه یی توکو په اخستلو پسې دوکان ته لیږي. دا هم خپل اولاد ته هغه بده ښوونه ده چې په راتلونکې کې دوی مخدره توکو ته هڅوي؛ چې بیا به دوی یوه ناسمه کورنۍ او له تاوتریخوالي ډک ژوند تجربه کوي
یوه له تېروتنو څخه، چې ډېری پلرونه یې کوي دا ده، چې د خپلو اولادونو احساسات نالیدلي نیسي، کله چې ستاسو اولاد خپل احساسات یا نظرونه بیانوي، خو تاسو ورسره مخالفت کوئ یا د فکر په بڼه باندې یې ملنډې وهئ، نو په ماشوم باندې به مو منفي اغېزه وکړي. په داسې حالاتو کې ماشوم مو په ځان باندې شک کوي، چې دا په ځان باندې نه باور به یې په راتلونکې کې، له ګڼو ستونزو سره لاس و ګرېوان کړي، نو له دې امله، خپلو ماشومانو ته فرصت ورکړئ، چې ځان سانسوري ونه کړي او په آزاده توګه هر هغه څه یې چې په ذهن کې تېرېږي، په خوله راوړي او بیان یې کړي. تر څو مونږ او تاسو د دوی د والېدینو په توګه که ناسم وي سم لورته و هڅوو او که سم وي نو بیا باید هغوی تشویق شي او په پوره ډول ورسره مرسته وشي.
ماشومان باید پوه شي، چې تاسو پرې باور لرئ او خبرو ته یې غوږ نیسئ، کوم والېدین، چې خپل ماشوم دروغجن ګڼي او کوم معلومات، چې هغه وړاندې کوي، پرې باور نه کوي، نو خپل ماشوم په خطرناک موقعیت کې مېشتوي. تاسو باید له خپل ماشوم سره داسې چلند وکړئ، چې پوه شي، پرې باور لرئ، که چېرې داسې احساس مو وکړ، چې خبرې یې دروغ دي، نو ورسره خبرې وکړئ، پرېږدئ، چې هغه په تاسو باندې دومره باور ولري، چې رښتیا ووایي او دوی ته سمه لاره ور وښایاست، که چیرته تاسو هغه همیشه سکوب کوی نو بیا دوی دا جرأت نه شي کولای چې لتاسو سره خپلې خبرې شریکې کړي؛ کېدای شي چې د یوه ناسم کس سره خپلې خبرې شریکې کړي چې دا به د دوی په راتلونکي ژوند ډیرې بدې اغېزې و کړي او له تاوتریخوالي ډک ژوند به ولري.
والېدین باید په دې پوه شي چې ماشومان نه شي کولای، چې د لویانو په څېر ستاسو د خبرو په مفهوم باندې پوه شي او دا په بشپړه توګه طبیعي ده د ( ولې نه پوهېږې؟ ) جملې په ویلو سره ماشوم مو داسې احساس کوي، چې یو بې عقل او احمق دی. په دې حالاتو کې غوره ده، چې یو ګام شاته واخلئ او په خپله خبره باندې د هغه د پوهېدو لپاره، د نورو لارو په لټه کې شئ، که چېرې ماشوم مو ستاسو د خبرو د نه درک کولو په دلیل باندې پوه شي، له کومې خبرې پرته به خپله ستونزه حل کړي، له دې امله ستاسو د ماشوم نه پوهېدل، قصدي نه دي او نباید له امله یې ورټل شي. مهمه نه ده، چې ماشوم مو څومره بې منطقه دی، تاسو باید د خپلو خبرو د کره والي او په هغه باندې د منلو لپاره، له حکمت څخه کار واخلی او د دوی په ژبه باید دوی پوه کړئ. ماشوم مو باید پوه شي، چې هېڅکله یې نه پرېږدئ؛ ماشومان هیڅ کله هم باید داسې احساس وکړي، چې د ستونزو پرمهال، د تکیه کولو لپاره څوک نه لري.
طبیعي ده، چې تاسو هم د نورو میندو او پلرونو په څېر له اولاد لرلو مخکې مو ډېره آزادي درلوده، خو نباید د خپلو ماشومانو په وړاندې له دې واقعیت څخه یادونه وکړئ، ځکه چې هغه ته دا احساس ور لېږدوي، چې اضافي دی او ستاسو لاسونه او پښې یې در تړلي دي. دا تاسو یاست، چې د اولاد لرلو لپاره تصمیم نیسئ، نو له دې امله سختۍ او ستونزې یې د خپل ماشوم په غاړه مه ور اچوئ، دا یو نا عادلانه کار دی او د ماشوم په ځان باندې باور له ګواښ سره مخ کوي.
د بشري حقونو او رسنیو د څار مؤسسه په دې آند ده چې؛ ماشومان دا حق لري چې خپلواک انسانان و اوسي، خپله باید د خپل ژوند لپاره تصمیم ونیسي او تاسو یې باید په سمو چارو کې نور هم ملاتړ و کړئ او په ناسمو حالاتو کې ورته یو غوره ښوونکي و اوسئ. تاسو خپل ماشومان باید هیلو ته د رسېدو لپاره وهڅوئ. دا کړنه د دې سبب ګرځي، چې اړیکه مو له خپل ماشوم سره لاپسې پیاوړې شي. او ستاسو ګلالي ماشومان له هر راز تاوتریخوالي پرته ژوند و کړي.

دیدگاه شما