صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

چهارشنبه ۵ ثور ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی

-

په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کلونه راهیسې دوام لري او هره ورځ د هیواد په ګوټ ګوټ کې پر دغو مظلومو ښځو د تاوتریخوالی لړۍ په بیلا بیلو ډولو روانه ده، مونږ باید کوښښ و کړو چې د تاوتریخوالي دغه لړۍ د عدالت او نافذه قوانینو په رڼا کې له منځه یوسو ځکه چې افغانستان يوه دوديزه او مذهبي ټولنه ده او ډېره برخه خلک بې‌سواده او د ښځو له هغو حقونو، چې اسلام ورکړي، بې‌خبره دي. همدا لامل دی، چې ښځې له خپلو طبیعي او اسلامي حقونو بې‌برخې پاتې شوې دي؛ ان د ښځې له خوا د میراث غوښتنه تراوسه یو عېب او «پېغور» ګڼل کېږي!
ډېری هېوادوال د ښځو له هغو حقونو او مقام څخه ناخبره دي، چې اسلام ورکړي دي. په اسلام کې د ښځو د حقونو په اړه د فهم د نه شتون له کبله، افغاني ټولنه له یوې خوا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې ښکېل ده او خلک د ښځو حقه حقوق نه ورکوي د بیلګې په ډول ښځې د مهر څخه په ډیری حالاتو کې نه برخمنې کیږي او داسې نور...
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډېری خطرناکې پېښې په کلیوالو او لرې پرتو سیمو کې کېږي او دا بیا ډېرې زړه بوږنونکې وي. د دغو پېښو اکثریت يې د جهالت له کبله رامنځته کېږي.
د حل لاره داده چې د ښځو د حقونو او په ټولنه کې یې د ځای په اړه، د تلویزونونو، راډیوګانو او نورو لارو د خلکو عامه پوهاوی زیاتول. د پوهنې زیاتېدل: په کلیوالو او لرې پرتو سیمو کې چې څومره پوهنه زیاته شي، هومره ممکنه ده، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې راکمې شي.
همدا شان د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په کمولو کې د علماو رول تر ټولو زیات دی. علما باید د اسلام د لارښوونو په چوکاټ کې د ښځو حقونه بیان کړي او خلک له ښځو سره ښه چلند ته راوبلي. د دې ترڅنګ د تاوتریخوالي د نورو ډولونو (لکه جنسي تیری، په لارو-کوڅو کې د ښځو ځورول او نورو) پرضد هم اسلامي او افغاني دریځ خلکو ته روښانه کړي.
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډېری عاملین له قضايي ارګانونو څخه د پېسو او د فساد له کبله خلاصیږي. که چیرې په قضايي ارګانونو کې فساد کم شي، نو ممکنه ده، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ناوړه جرمونه هم يو څه کم شي.
نو له همدې امله د بشري حقونو د څار او رسنیو مؤسسه د دولتي اړونده ادارو، په هیواده نی کچه او نړیوالو ادارو چې د جندر د مساوات لپاره کار کوي، غواړي تر څو په افغانستان کې په ښځو د تاوتریخوالي لپاره مناسبې د حل لارې چارې پیدا کړي او په اړه یې کوټلي ګامونه پورته کړي تر څو زمونږ په هیواد کې په ښځو تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېښودل شي.

دیدگاه شما