صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

پنجشنبه ۶ ثور ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

د ښځو پر وړاندی هر ډول تاوتریخوالی یو جنایت دی

-

د ښځو پر وړاندی  هر ډول تاوتریخوالی  یو جنایت دی

سربیره پر دې چه د ښځو د تاوتریخوالي قانون شتون لري خو هره ورځ په مظلومانه ډول ښځه د دغه غیرې انساني کړنو قرباني ده چې د دوی په ذهنونو بده اغیزه لري. قتل، جنسي تیری، وهل ټکول او ښځو ته له مهر پرته طلاق ورکول پدې هېواد کې تر سره کیږي. ظاهراٌ داسې ځای نشته چې ښځه د تاوتریخوالي څخه هلته پناه یوسي تر څو قربا ني نه شي. که څه هم ځینې ځایونه د امن په نامه د ښځو لپاره جوړ شويدي خو بیا هم هلته ښځې ډیرې مصؤنې نه دي کله کله د امن په کورونو تور لګول کیږي چې یو ډول نه یو ډول هلته هم د تاوتریخوالي بیلا بیل لاملونه شتون لري.
په افغانستا ن کی د بشري حقونو او رسنیو د څار مؤسسه د نورو بنسټونو او عدالت غوښتونکو ادارو سره یو ځای خپلې عدالت غوښتنې ته ادامه ورکوي تر څو د تاوتریخوالي د پیښو مرتکبین د قانون منګولو ته وسپارل شي او پر ښځو د تاوتریخوالي او د بشر د حقونو تیري کوونکو په لیست کې وشمیرل شي، د ښځو پر وړاندی کورنی تاوتریخوالی یو جنایت دی مرتکبین یې باید مجازات شي که څه هم هغه هرڅوک وي. کله کله خلک داسې فکر کوي چې یوازې نارینه دي چې په ښځه ظلم کوي او کورنی تاوتریخوالی را منځ ته کوي، چې دا خبره هم تر ډیره بریده سمه ده، خو باید دا هم په ډاګه شي چې داسې هم پیښیږي چې نارینه یوازې د تاوتریخوالي یوه وسیله وي تر ډیره بریده ښځې پر ښځو تاوتریخوالی کوي، په ځانګړي ډول کورنی تاوتریخوالی، زمونږ او ستاسو د کورنیو جوړښت په افغاني ټولنه کې یو څه پیچلی او د نورو ملکونو په پرتله د کورنیو جمعیت ډیر وي، داسې باورونه دي چې باید وروڼه یو له بل نه ژر ځان ځان ته ژوند و نکړي، یو ځای و اوسي او د کور ټول واک مور یا پلار په لاس کې واخلي، چې دلته بیا خواښې او همدا شان د وروڼو ښځې د دې لامل کیږي چې په یو بل زور زیاتی و کړي او د یو بل حقونه تر پښو لاندې کړي؛ کله مور خپل زوی دیته مجبوره وي چې له خپلې میرمنې سره یو ډول نه یو ډول تاوتریخوالی و کړې خو کله کله دا کار برعکس هم کیږي چې یوه انګور په خپله خواښې د تاوتریخوالي لامل شي. تر ډیره بریده دا ډول تاوتریخوالی آن د ښځو د مرګ لامل او د هغو کورنیو د نظم د لمنځه تللو لامل کیږي. د دغو تاوتریخوالي د را منځ ته کیدو بیلا بیل لاملونه شتون لري چې یو لامل یې ناپوهیده، که چیرته نارینه نالوستی وي نو ډیر ژر یا د خپلې مور او یا هم د میرمنې تر مستقیمې اغیزې لاندې راځي او د دوی ناسمې خبرې هم ورته سمې ښکاري چې نارینه باید د دوی خبرې ښې تحلیل کړي او بیا یو سم تصمیم و نیسي  که سم تصمیم و نه نیسي نو بیا به یا په میرمن او یاهم په مور تاوتریخوالی کوي؛ کیدای شي دا تاوتریخوالی رواني وي او یا هم فزیکي وهل او ډبول وي، کله کله د میړه خورګانې داسې پلانونه جوړه وي چې خپله ورینداره تر رواني فشارونو لاندې را ولي او کله هم بیا د دوی ورینداره په دوی رواني فشارونه را وړي چې د کور نظم او دسپلین له منځ وړي.
فقر، کله چې په یوه کور کې نارینه بېکاره وي نو بیا په ډیره آسانی سره د ښځو لپاره د تاوتریخوالي ښه وسیله جوړیږي چې ورڅخه ناوړه ګټه پورته کړي خو که چیرته نارینه کار او بار ولري نو د ښځو خبرو ته لږ وخت لري او په ښځو تاوتریخوالی کمیږي او بل دا چې که د کورنۍ نارینه کار او بار و لري نو بیا د هغه کورنۍ اقتصاد هم پیاوړی وي او د ښځو اقتصادي غوښتنې منل کیږي او تاوتریخوالی را کموي.
په پایله کې ویلای شو چې د حل لاره یې ډیره ښکاره او مالومداره ده چې که چیرته په یوه کورنۍ کې د پوهې کچه لوړه وي نو هلته د هرچا ځای ځایګی مالوم وي، ټول یو بل ته احترا کوي او د یو بل د حقونو درناوی کوي. همداشان که چیرته په یوه کورنۍ کې د ټولو اقتصادي ستونزې حل وي نو بیا دوی کولای شي چې په ډیره ښه توګه خپل ورځنی ژوند سمبال کړي او تر ډیره بریده کله چې د انسان اړتیا وې پوره وي نو بیا تر روحي فشار لاندې نه وي او په کورنۍ کې مثبت بدلون را تلای شي. د بشري حقونو او رسنیو د څار اداره په دې آند ده چې د انسان کلمه له انس څخه اخستل شوېده نو د انسان په جوړښت کې هم انس او الفت څرګندیږي؛ نو نه باید داسې یوه کړنه تر سره کړي چې هغه یې خپل همنوع ته زیان ورسوي که هغه زیان فزیکي وي او که رواني، مونږ ټول انسانان باید یو بل ته لاس ورکړو او په سختو شرایطو کې له نورو و ګړو سره مرسته و کړو نه دا چې هغوی ته نور هم زیان ورسوو، په آګاهانه او نا آګاهانه ډول په دوی تاوتریخوالی تر سره کړو چې دا به هم د بشري حقونو تر پښو لاندې کول وي او هم به د لوی څښتن تعلی له اوامرو څخه سرغړونه وي.

دیدگاه شما