صفحه نخست » مقالات » فساد ټولنی د پرمختک مخنیونکې
فساد ټولنی د پرمختک مخنیونکې
- احمد زبیرفرغند
۱ - د فساد پیدا کیدل په دین کښی:
فساد په دین کښی او د مفسد حکم مو په لومړی برخه کښی په لنډه توګه ولوست ، مګرد یادونی وړ تکی دادی چه دینی فساد په الهی دین ( اسلام ) احکامو او نصوصو کښی درز جوړول دی چه نوردینونه همدا پایله له فساد څخه د ځان په هکله لری.
۲ - فساد په اخلاق کښی:
(په دین کښی فساد) پوری تړلی بحث دی چه اسلام همدا شانته اشاره د اخلاقی فساد په هکله کړی ده، مګرپه لومړی سرکښی د اخلاق څخه یو تعریف ورکوو ترڅو چه مسله روښانه شی:
۱ - خلق یعنی خوی، عادت، او جمع یی اخلاق دی.
۲ - اخلاقی صفت: د یواخلاقی عمل سرته رسونکی په خاصو شرایطو کښی، په غیرارادی توګه لکه بخښل او دروغ ویل.
۳ - اخلاقی عمل : داسی شانتی عمل چه د هغی په ښه او بدو کښی قضاوت وشی کیدای . کیدای شی بی اختیاره او د عادت له مخی او یا په پوهاوی کښی اوسی . لکه یوځل بخښل او دروغ ویل او.................
او پخپله د اخلاقو علم داسی تعریف شوی دی:
د اخلاق علم د انسانی علومو یوه څانګه ده چه مطلب یی د انسانانو د خویونو او چارچلن ( ښه والی او بدوالی ) دی .
اخلاقی ځانګړتیاوی په اسلام کښی مهم دی ، د اسلام پیغمبر( ص ) په دی هکله داسی فرماییلی:
ژباړه : ( یوازی د دروند خوی او خلق سرته رسولو لپاره هڅول شوی یم .)
اسلامی خوی هغه اخلاق دی چه د اسلام په چوکاټ کښی پروت دی، او پخپله اسلامی اخلاق د دریو اصلی څانګوڅخه جوړیږی:
۱- اړیکه له الله ( ج ) سره یعنی هغه کارونه چه انسان د الله تعالی پرمخامخ سرته رسوی ، لکه لمونځ ، روژه او دعا .
۲ - اړیکه له خلکو سره، د انسان چارچلن له خلکو او د ټولنی له نورو غړو سره لکه چارچلن له کورنی او دوستانوسره ، اکثره زمونږ مقصد له اسلامی اخلاقو څخه همدا برخه ده.
۳ - اړیکه له ځان سره، د انسان د چارچلن چوکاټ له ځان سره لکه حسد ، کینه ، نفرت ، د خوړلوآداب، خوبیدل ، ناسته او پاڅه، اسلامی صفایی او نوردینی حکمونه چه انسان پوری تړلی دی .
د فساد څخه عام تعبیرپه اخلاق کښی ډیرروښانه دی چه مونږ ټول خپل په ذهن کښی تری لرو چه اشاره دی اعمالو ته لری:
۱ = زنا.
۲ = شراب.
۳ = قمار.
۴ = غلا.
په عامه فرهنګ کښی کوم انسان چه په دی بد اخلاقه اعمالو اخته وی د چهارعیب شرعی خطاب ورته کیږی، قرآن کریم واضحه او څرګنده احکام په دی اړه لری چه په ځغلنده توګه د تاسو له تیزنظرڅخه یی تیروو:
۱ - زنا :
په اسلام کښی زنا له کبیره ګناهانو څخه شمیرل کیږی او انسانان تری منع کړی شوی دی ، په قرآن کریم کښی داسی ډیرآیتونه شته چه شان نزول یی د زنا د تحریم په هکله دی چه په خاصه توګه کیدای شی سوره نسا ۱۵ – ۱۶ – ۱۷ – ۱۸ – ۲۲ – ۲۴ او همداسی سوره مایده ۵ – سوره اسرا ۳۲ سوره نور۳-۲ سوره فرقان ۶۸ آیتونو ته اشاره وکړو :
او څوک چه بدکاری وکړی د ستاسو په ښځو کښی ، نو ګواهان حاضرکړی په هغوی باندی څلورسړی په خپلو کښی ، نو که هغوی ګواهی ورکړه نو دا ښځی په کورونو کښی بندی کړی تردی چه مرګ یی واخلی . یا الله تعالی ورته څه لارمقررکړی . ( نسا سوره – ۱۵ آیت)
او که په تاسو کښی دوه سړی دغه بد کاروکړی نو ورته زورنه ورکړی ، بیا که هغودواړو توبه وویسته او خپله اصلاح یی وکړه نو د هغوی خیال پریږدی ، بی شکه الله توبه قبلوونکی مهربانه دی.( نسا سوره – ۱۶ آیت )
توبه خو الله تعالی ضرورد هغه چا قبلوی چه څه ناکاره کارکوی د ناپوهی په وجه ، بیا ډیرژرتوبه وباسی . نو دغه کسان الله تعالی معاف کوی ، او الله تعالی په هرڅه خبردارد حکمت خاوند دی. ( نسا سوره – ۱۷ آیت)
او نشته توبه قبلول د هغه کسانو چه په مخه ناکاره کارونه کوی تردی چه مخامخ ښکاره شی په دوی کښی چاته مرګ، نو وایی چه زه اوس توبه وباسم ، او نه دهغه کسانو توبه چه مړه شی د کفرپه حالت کښی ، د هغوی د پاره مونږ دردناک عذاب تیارکړی دی . ( نسا سوره – ۱۸ آیت)
او نکاح مه تړی د هغه ښځو سره چه ورسره نکاح تړلی ده ستاسو پلرونو ، مګرڅه چه مخکی تیرشوی دی ، بی شکه دا بی حیایی ده او دغصی کاردی ، او ناکاره چلن دی. ( نسا سوره – ۲۲ آیت )
او د خاوند والا ښځی مګر د کومو چه مالک شی ستاسو لاسونه ، دا د الله حکم دی په تاسو باندی ، او حلالی دی دوی نه سوا نوری ښځی په دی شرط چه تاسو هغوی د خپل مال په بدله کښی وغواړی د ضرورت پوره کولو د پاره ، نه د مستی ویستو د پاره . نو په دوی کښی کومی ښځی چه تاسو راوستی نو هغوی ته د هغوی حق مهرورکړی کوم چه مقررشوی دی ، او څه ګناه نشته په دی کښی که تاسو پخپله خوښه څه ( زیاتی ) فیصله کړی دی د مهرمقررکولو نه پس . بی شکه الله دی خبردارد حکمت خاوند . ( نسا سوره – ۲۴ آیت )
نن حلال شو تاسو ته ټول پاک څیزونه ، او خوراک د اهل کتابو حلال دی تاسو ته ، او خوراک ستاسو حلال دی هغوی ته ، او حلالی دی تاسو ته پاکدامنی مسلمانی ښځی ، او پاکدامنی ښځی د هغی خلقو چه کتاب ورکړی شوی دی ستاسو نه مخکی ، کله چه تاسو ورکړی هغوی ته خپل مهرونه په قبضه کښی د راوستو د پاره،
، نه د مستی ویستو د پاره او نه د پټی آشنایی جوړولو د پاره ، او څوک چه منکرشو د ایمان نه ، نو برباد شو د هغه محنت . او هغه په آخرت کښی دی د تاوانیانو نه .( مایده سوره – ۵ آیت )
او نږدی مه ورزی زنا ته ، دا دی د بی حیایی کاراو ده ناکاره لار . ( بنی اسراییل سوره – ۳۲ آیت )
( دوام لری ................................. )
که تاسې د رشوت قرباني شوي یاست…
له دې شمیرو سره اړیکې نیولی شئ:
0700 005 048 / 077 55 44 353
دیدگاه شما