صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

جمعه ۱۰ حمل ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

بي وزلي د (اداري فساد) اصلي لامل

-

بي وزلي د (اداري فساد) اصلي لامل

۱ = د ( اداری فساد ) پخوانی نښی نښانی :

چرته چی اداره ده هلته ( اداری فساد ) دی ، نو بیا ویلی شو چی د دولت له زیږیدو سره حتی په لومړنی بڼی ، د ( اداری فساد ) زیږنده د هغی تر خوا په فعالیت پیل کړی دی او د انسانی ټولنی اقتصادی ، ټولنیز او سیاسی پرمختګ او پراختیا یی ستونزو سره مخامخ کړی ده .

زمونږ د خوږ هیواد افغانستان په تاریخ کې ، د ( اداری فساد ) زیږنده د نړی نورو هیوادونو په پرتله د ودی او فعالیت مناسبه ټاټوبی دئ ، ځکه چی مطلقه شاهی نظامونه له اږدو پیړیوو را په دی خوا حاکم ول او ډیرلږ کلونه کیږي ( ۱۳۵۲ ) چی د هغو په ړنګیدو سره ، هیواد د جمهوری او ډیموکراتیکو نظامونو خواته قدم اوچت کړئ ، مګم په خواشینی سره ( اداری فساد ) د شاهی رژیمونو په پرتله په دی حکومتونو کې ریښه او ځان یی نیولی او مناسبه ټاټوبی د هغی د ودې لپاره چمتو شوی دئ .

ځکه چی پخوانی جمهوری او ډیموکراټیکه او د افغانستان اوسنی نظامونو هیڅکله توانیدلی نه دی چی د داسی سیاسی نظامونو واقعی مخکښان وی ، یعنی چی د ډیرو ادعاوو با وجود تل یی د حاکمانو په شان عمل کړی دئ او هیڅکله یی نه دی غوښتی چی د خپل ولس خادمان وی ، تل یی فکر کړی چی حکومت کول یی حق دئ نه هغه مسوولیت چی ورته د ولس له خوا سپارل کیږی .

نو په دی صورت کی شاهی نظامونو سره کوم توپیر د ( اداری فساد ) ټاټوبی جوړولو کی نه لری ، ځکه چی هغوی هم د خلکو په برخلیک حاکم دی او مطلقه قدرت په توګه عمل کوی او د افغانستان جمهوری او ډیموکراتیکه نظامونه هم د هغوی په توګه عمل کړی دی او اکثره وختونه بدتر له هغوی څخه .

په شاهی نظامونو کی پادشاه د مطلقه قدرت په توګه عمل کوی او په اکثره مواردو کی د قانون څخه وړاندی اختیارات لری ، نو ځکه د          ( اداری فساد ) ویره ډیره وی او مناسبه ټاټوبی د هغی د ودی لپاره جوړیږی ، ځکه چی شاهی احکامونه لازم الاجرا دی او هیڅوک کولی نه شی له هغی نه سرغړونه وکړی ، حتی دری گونه اجرایی قوی د شاهی فرمان د  ردولو جرأت او صلاحیت نه لری .

نو په دی حالت کی ممکنه ده چی پادشاه غلطی وکړی او فرمان یی پخپله په اداره کی د ( فساد ) لامل وګرځی ، د داسی صلاحیتونو درلودل نه یواځی پادشاه بلکه د هغی خپلو او خپلوانو ته داسی امکانات برابروی چی د خپل د نظام موقعیت ټینګول او د خصوصی شتمنیو ساتلو په خاطر هڅی وکړی ، ځکه چی کوم ارګان یا څوک نه وی چی د شاه او دهغی د خپلوانو په کارونو نیوکه وکړی ، له دی وجهی نه د داسی اعمالو سرته رسولو لپاره په جرات سره عمل کوی ، د دی اعمالو لا سر ته رسولو لپاره بل ټکی دا دی چی دا نظام د پیړیوو په اږدو کی غزیږی ، او هغوی له دی وجهی نه ډیر مطمین دی چی هیڅوک ورسره حساب او کتاب کولی نشی .

نو په دی حالت کی ممکنه ده چی پادشاه غلطی وکړی او فرمان یی پخپله په اداره کی د ( فساد ) لامل وګرځی ، د داسی صلاحیتونو درلودل نه یواځی پادشاه بلکه د هغی خپلو او خپلوانو ته داسی امکانات برابروی چی د خپل د نظام موقعیت ټینګول او د خصوصی شتمنیو ساتلو په خاطر هڅی وکړی ، ځکه چی کوم ارګان یا څوک نه وی چی د شاه او دهغی د خپلوانو په کارونو نیوکه وکړی ، له دی وجهی نه د داسی اعمالو سرته رسولو لپاره په جرات سره عمل کوی، د دی اعمالو لا سر ته رسولو لپاره بل ټکی دا دی چی دا نظام د پیړیوو په اږدو کی غزیږی ، او هغوی له دی وجهی نه ډیر مطمین دی چی هیڅوک ورسره حساب او کتاب کولی نشی .

مونږ د خپل د هیواد په مطلقه شاهی نظامونو کی د دی شاهدان وو چی تر څومره حده پوری ملی شتمنی د شاهی کورنی پانګه وه ، په هر ولایت کی ځانګړی ځایونه او مکانونه د لوبو او مستیو لپاره درلودل او جاییداد یی د شاهی جاییداد په نامه یادیده ، او د هغی په وړاندی د دولت یو مامور وو چی نشو یی کولی یو معمولی کور ځانه ته جوړ کړی او د یوی وړوکی جونګړی په هیله به له نړی څخه سترګی پتی کړی .

یواځی له دی اړخه امتیازات نه ول چی شاهی کورنی او د هغوی پلویانو ته ځانګړی کیدل ، بلکه د ولس په ژوند کی داسی نور اړخونه ول چی د شاهی قانون په توګه په معمولی ورځنی چارو بدلی شوی وی او د چا د اعتراض سبب نه ګرځیدل ، یواځی اقلیتونه ول چی د هغی رنځ یی پخپلو اږو باروه .

باید یوه خبره له تاسو سره په مینځ کی کیږدم چی یو محترم لیکوال پخپله مقاله کی لیکلی ول چی : یو هزاره په ډیرو ستونزو او د رشوت په ورکولو یو مقام ته به رسیدو ، زه د هغوی درانه حضور ته عرض کوم چی رشوت وو ، اما چا جرات نه کاوه چی د یو هزاره هیوادوال د مقام لوړولو په خاطر رشوت واخلی ، ځکه چی داسی کار د رشوت اخیستلو په خاطر بد نه وو ، بلکه د دی په خاطر جرم شمیرل کیده چی د هزاروو هیوادوالو د ژوند ښه والی په خاطر رشوت اخیستل کیده چی د شاهی کورنی په قانون کی د بښلو وړ نه وو .

ولی دا هرڅه ول ؟ ځکه چی شاهی فرمان وو او هیچا څه نشو ویلی. داسی حکومتونه نه یواځی پخپله پادشاه ته بلکه د هغی کورنی او خپلوانو ته زمینه جوړوی تر څو چی د یو هیواد د دغی خدا دادی شتمنی نه ګټه پورته کړی ، نه یواځی وړیا شتمنی ، بلکه دولتی مقامونه چی د شاهی کهول ترمینځ ویشل کیږی ، او یوه کورنی پریکړه کوی چی د یو لویی خاوری مظلوم ولس سره څه وکړی او د هغوی راتلونکی کومی خوا ته بوځی .

ځکه چی دولتی مقامونه له مخکی نه ویشل کیږی ، طبیعی ده چی دا کورنی څو پیړی حکومت کولی شی ، نو بیا ډار او ویره نشته ، کولی شی د مطلقه قدرت ترسیوری لاندی هر عمل وکړی ، د شاهی کورنی غړی لستوڼی پرانیزی او د پادشاه نه وروسته نه پاتی کیږی ،

ځکه چی تر آخره په همدی مقام او یا له دی څخه په پورته مقام کی حکومت کوی ، نو بیا لاره جوړوی او داسی کسان خپل شاوخوا کی راټولوی ترڅو چی هغوی ورته وفاداره اوسی .

او اداره له هغه مدیرانو نه ډکه کیږی چی کاری اړیکی او آن دا چی کله کله هوښیاران د خپلوی اړیکی له ریس او یا وزیر سره جوړوی، هغوی د شاهی کورنی لوی رازداران جوړیږی او په ډیرو مواردو کی د بی شمیره جاییدادونو خاوندان ګرځی او شاهی القاب اخلی ، لکه ( حاکم اعلی – نایب الحکومه – سپه سالار- ملک الدوله ) او داسی نور ، چی د ښه خذمتونو په بدل ورته ورکول کیږی ، او لویه پرګنی راټولیږی تر څو چی د یو ولس راتلونکی وټاکی .

مګم په شاهی مشروطه نظام کی چی پارلمان او لویه جرګه خپل شکل او صورت لاس ته راولی ، ( اداری فساد ) کمیږی او د پادشاه صلاحیت تر یو حده محدودیږی ، په خاصه توګه چی مونږ د          ( ډیموکراسی لسیزه ) شاهدان په افغانستان کی وو .

هغه شی چی په شاهی نظام کی واضحه دی د ( اداری فساد ) بڼه ده چی د هیواد لویو خلکو پوری تړاو لری ، لکه زمونږ هیواد چی عامه خلک او ولس یی دینداری او ایمانداری دومره په کی قوی وه چی د افغانستان اکثره  ولس قناعت کوونکی ول ، خپله غریبی او بی وزلی سره جوړ راتلل او د خدای شکر یی په ځای کاوه ، رشوت په عامه توګه شکل او حضور یی نه درلوده او د رشوت اخیستل د ولس ترمینځ د اخلاقی نیمګړتیاوو یوه برخه ګنل کیده .

۲ = اقتصادی بی وزلی :

البته په دی لاره کی نشی کیدای چی اقتصادی بی وزلی له پامه وغورځوو ، ځکه چی د متوازنه معاش نه اوسیدل د دولت مامور دی ته اړوی چی د خپل او د خپلی کورنی د ژوند ښه کیدو په خاطر رشوت اخیستلو او د هغی څخه لږ په اوچته سطح په خصوصی او دولتی ادارو کی اختلاس او نور ( اداری فساد ) خوا ته ولاړ شی او پناه یوسی .

بیا هم مسله د ټینګ ایمان او دینی عقیدی خواته ځی چی له کورنی ښه روزنی نه اخیستل کیږی ، ځکه چی با دیانته او مسلمان مور او پلار هغه څه له مادی او معنوی اړخه خپل بچیانو ته چمتو کوی ، او زیار باسی چی د حلالی او قانونی لاری څخه لاس ته راشی ، ځکه چی یو وار حرام د انسان په رګ او ریښه کی ځای ونیسی ، نو بیا په ډیره سخته انسان باید له خپل اولاد څخه په راتلونکی کی د ښه والی تمه وکړی .

دا ډله مور او پلار ډیر کم پیدا کیږی چی له ځانه سره داسی پریشانیانی ولری ، نو بیا دا به ښه وی چی د ښه والی او مومن مسلمان ترڅنګ ، په اداره کی داسی قوانین وضع شی او یا اداری قوانین داسی طرح او تصویب شی چی له هغی موادو له اړخه چی د قانون په شکل جوړیږی، دی لوی ستونزی ته ( اقتصادی بی وزلی ) پام ونیول شی ، په دی معنی چی بادیانتی او د متوازنه معاش تصویبول په اداری قانون کی لازم او ملزوم وګرځول شی .

د ( اداری فساد ) مخنیوی په خاطر د حضرت علی کرم ا......... وینا مو غوره کړی چی تاسو لوستونکو ته  خالی د مفاد نه نه ده.

حضرت علی کرم ا...... مالک اشتر ته دستور ورکوی چی د قاضی د ښه او مادی ژوندانه او د حال ښه والی په خاطر هڅه وکړه ، په دی هکله مالک اشتر ته داسی فرمایی :

پس د قاضی له ټاکل کیدو نه ، د هغی په قضاوتونو کی نورهم فکر وکړه او دومره ورته وبښه چی ضرورتونه یی لیری شی او خلکو ته محتاج نه وی او د مقام او منزلت له اړخه ، هومره د هغی درناوی وکړه چی تا ته نږدی خلک ، په هغی کی د نفوذ کولو تمه و نه کړی تر څو چی د هغوی له دسیسو څخه ستا پر وړاندی محفوظ پاتی شی.

یعنی په یوه اداره کی د فساد مخنیوی په خاطرباید مدیرانو ته صلاحیت – حیثیت او د هغی تر څنګ ښه معاش ورکول شی تر څو هغه کسان چی د ( اداری فساد ) عاملین دی په هغی کی نفوذ و نه کړی او هغه دی ته و نه هڅوی چی جرم وکړی او یا هم د هغوی له ډاره د قانون خلاف څه ونه کړی او یا قانون د هغوی په ګټه و نه څرخوی ، چی له هماغی ( اداری فساد ) څخه مطلب دی .

مګم په خواشینی سره باید ووایوو چی زمونږ په ګران هیواد افغانستان کی له پیړیو راهسی بی وزلی حاکمه ده ، کیدای شی د        ( اداری فساد ) په ریښه نیولو کی د مخ په زیاتیدو بی وزلی لاس وی ، او د حل یوه لاره د ( اداری فساد ) په ورکیدو کی چی د متوازنه معاش ورکول دی اصلاْ نه لیدل کیږی او نه په پام کی نیول شوی ، یو په ډالرو معاش اخلی او بل په افغانیو ، په داسی حالاتو کی څنګه کولای شو دا ستونزه حل کړو . د صلاحیت نه چی هیڅ خبره ونه شی ښه ده ، ځکه چی صلاحیت د هغه چا په لاس کی دی چی زور او زر لری او پخپله د ( اداری فساد ) عاملین او جوړوونکی دی ، هیڅ ارګان او هیڅ مقام د هغوی مخه نیولی نه شی، کله چی غواړی یوی عدلی او قضایی اداری ته ننوځی باید هرومره رای د هغوی په ګټه ورکړل شی ، له دی نه پرته قاضی او د محکمی ریس دی خپل د سر پناه د هغوی له شر نه وغواړی .

په داسی حال کی چی نه صلاحیت او نه متوازنه معاش شته نو بیا څنګه د قاضی او یا هم د محکمی د ریس نه دا تمه وکړو چی د      ( اداری فساد ) لامل و نه ګرځی ، طبیعی ده چی یواځی ایمانداری او دیانت د هغوی ترمینځ پاتی کیږی ، که قوی ول او متینه عزم یی درلوده نو خامخا به مقاومت وکړی او که ضعیف الایمان ول نو بیا دی ته اړ کیږی چی د هغوی غوښتنو ته ځان وسپاری ، چی پس له دی کیسی نه رشوت اخیستل ، په خود کاره ډول د هغوی په رګ او ریښه کی نفوذ کوی .

دوام لری ...

دیدگاه شما