صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

جمعه ۳۱ حمل ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

د سپین بولدک پېښې د څېړلو په موخه لوړپوړي حکومتي پلاوي کندهار ته سفر وکړ

د سپین بولدک پېښې د څېړلو په موخه لوړپوړي حکومتي پلاوي کندهار ته سفر وکړ

لوړپوړي حکومتي پلاوي، د کندهار سپین بولدک کې د ډیورنډ د فرضي کرښې له هغې غاړې د پاکستاني سرتېرو له خوا د تر سره شوي برید د څېړلو په موخه نن کندهار ته سفر وکړ. یاد شوی پلاوی به په سپین بولدک کې د اختر په شپه د ډیورنډ فرضي کرښې له هغې غاړې د پاکستاني سرتېرو له خوا د تر سره شوي برید او جګړې موارد وڅېړي چې په پایله کې یې د یوه ماشوم په ګډون ۱۵ ملکي وګړي شهیدان او ۸۰ تنه نور ټپيان شول.
د ملي امنیت له شورا په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت شورا د مرستیال په مشرۍ دغه صلاحیت لرونکی پلاوی کندهار ته د سفر پر مهال له ځايي چارواکو سره ګوري، وروسته سپین بولدک ولسوالۍ ته ځي څو د پيښې په اړه له نږدې څېړنه او پلټنه وکړي. د خبرپاڼې په حواله، پلاوی به تر هر اړخیزې څېړنې وروسته د خپلو موندنو پایله له ولسمشر سره شریکه کړي.
د لوی اختر په شپه پاکستاني سرتېرو د سپین بولدک ولسوالۍ د استوګنې پر سیمو د سپکو او درنو وسلو بریدونه وکړل چې د چارواکو او د سیمې د اوسېدونکو په وینا شپږ ساعته یې دوام درلود. د ولایتي چارواکو د رسمي شمېرو له مخې، په دغو بریدونو کې د یوه ماشوم په ګډون ۱۵ ملکي وګړي شهیدان او ۸۰ تنه نور ټپيان شول او دغه راز د خلکو کورونو او نورو ودانیو ته مالي زیانونه هم اوښتي دي.
دغه نښته له هغه وروسته رامنځ ته شوه چې د ډیورنډ فرضي کرښې په هغې غاړې چمن کې د ځايي خلکو له خوا د لارې د خلاصون په موخه د پیل شوي پرلت زرګونو ګډونوالو د لارې د خلاصولو هڅه وکړه. په چمن کې له اعتراض کوونکو یو تن عظیم ممتاز پژواک خبري اژانس ته وویل چې د اعتراض کوونکو پر وړاندې د پاکستاني سرتېرو په تاوتریخوالي او بریدونو کې هغې غاړې ته هم ۵ ملکي وګړي شهیدان او تر ۲۰ ډېر ټپيان شول.
د یادونې ده چې پاکستان شاوخوا شپږ میاشتې مخکې د چمن- سپین بولدک لار د کرونا د مخنیوي په بهانه وتړله چې تر ډېره د هر راز تګ راتګ پر مخ تړلې وه، وروسته یې په لومړي ګام کې د وارداتو او بیا صادارتو پر مخ پرانیسته خو د خلکو پر مخ یې لا هم تړلې ده.