صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

دوشنبه ۱۸ سرطان ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

د پشه يي قوم شورا: حکومت بايد زموږ کادرونه پر وړ څوکيو وګوماري

د پشه يي قوم شورا:  حکومت بايد زموږ کادرونه پر وړ څوکيو وګوماري

د پشه يي قوم سراسري شورا وايي چې حکومت چارواکي له دوى سره دوګونی چلند کوي، يواځې د ټاکنو پرمهال په ياد وي خو بيا پر حکومتي څوکيو د ګومارنې پرمهال يې څوک غږ نه اوري. دغه څرګندونې د پشه يي قوم سراسري شورا غړو د چنګاښ په ٢٧مه په مرکز کابل کې د يوې لويې غونډې په ترڅ کې وکړې. د دغې شورا نوي رييس او په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازي حاجي حضرت علي وويل چې حکومتي چارواکي له دغه قوم سره دوه ګونی چلند کوي. ده وويل: «د پشه يي قوم د تاريخ په اوږدو کې په بېلابېلو برخو کې قربانۍ ورکړي خو حکومتي چارواکي تل له ياده ايستلي دي او د يو ستر قوم په توګه يې ورته نه دي کتلي.»
نوموړي د پشه يي قوم له مشرانو سره ژمنه وکړه چې له قانوني لارو به پر حکومت فشار راولي، ترڅو د دوى ځوانانو او سيمو ته ځانګړې پاملرنه وکړي. دغه راز د ولسي جرګې پخواني غړي حاجي اغا جان هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې پشه يي قوم تل د هېواد د امنيت په ټينګښت او دفاع کې نه هيرېدونکې هلې ځلې کړې دي.
دى وايي: «همدا اوس هره ورځ د پشه يي ځوانانو جنازې خاورو ته سپارل کيږي، دوى يواځې د دفاع لپاره جوړ شوي دي، څوکۍ، مقام او منزلت څوک نه ورکوي هغه د نورو لپاره دي.» همدارنګه په دغه غونډه کې د کاپيسا والي عبدالطيف مراد وويل چې حکومت د هغو ولسواليو لپاره ډېر کم کار کړى چې پشه يي قوم په کې مېشت دى.
ده وويل: «په ١٢ ولسواليو کې چې تقريبا ټول يې پشه يان دي، حکومت کوم خاص کار نه دى کړى، يعنې دلته متوازن انکشاف نشته دى.» مراد زياتوي چې د پشه يي قوم ټولې ستونزې يې له ولسمشر او نورو اړوندو چارواکو سره شريکې کړي، ترڅو د حل لپاره يې اقدام وکړي. په دغه غونډه کې يو شمېر نورو قومي مشرانو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې نور چوپه خوله نه پاتې کيږي او له حکومت نه د خپلو حقوقو غوښتنه کوي. د يادونې ده چې په ياده غونډه کې د لغمان، ننګرهار، کونړ، نورستان، کاپيسا او بغلان ولايتونو د پشه يي قوم استازو برخه اخيستې وه.