صفحه نخست » افغانستان » د ولسي جرګې د تېرې دورې ١٣٤ وکيلانو وسلې، مهمات او نور توکي نه دي تسليم کړي
د ولسي جرګې د تېرې دورې ١٣٤ وکيلانو وسلې، مهمات او نور توکي نه دي تسليم کړي
د ولسي جرګې د دارالانشا رييس وايي چې د ولسي جرګې د ۱۶مې تقنيني دورې ۱۳۴ وکيلانو ځينې وسلې او مهمات بېرته ملي شورا ته نه دي سپارلي.
دغه څرګندونې د ولسي جرګې د دارالانشا رييس عبدالقادر ځاځي وطندوست د کب په ۱۲مه د حکومت د رسنيو په مرکز کې ملت ته د دولت له خوا د حساب ورکولو په خبري غونډه کې وکړې.
ځاځى وايي چې د دوی له بار- بار غوښتنو سره هم ځينو وکيلانو د قانون خلاف د ولسي جرګې ځيني امنيتي تجهيزات له ځان سره ساتلي او ملي شورا ته يې نه سپاري.
ده وويل که څه هم د دوی له خوا ځيني مکتوبونه ولسمشرۍ ماڼۍ، ملي امنيت، کورنيو چارو وزارت او لويې څارنوالۍ ته استولي شوي خو لا هم د ولسي جرګې امنيتي تجهيزات له دوی سره شته.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په يادو امنيتي تجهيزاتو کې ۴۱۷ کلاشينکوفونه، ۱۵۵ د موټرونو جمر، ۱۳۸ تومانچې، ۷۵ مخابرې، ۴۰ بستې خارداره سيم، ۱۷ کانټېنره، ۱۲ موټره، اووه کانګريټي ټاورونه، څلور کانکريټي موانع، درې الکترونيکي دروازې، يو د (سټاپ ډنډه ) شامل دي.
ځاځي زياته کړه، سږ کال د وکيلانو د حاضرۍ او رای ورکولو سيستم هم په الکترونيکي بڼه شوې ده او هڅه کوي چې په ولسي جرګه کې د کابينې غړو ته د باور رايو د ورکولو مرحله به هم په الکټرونکي بڼه واوړوي.
د هغه په وينا، له الکترونکي سيستم سره به د رای ورکولو وخت را کم او په ښه توګه به يادې پروسې ته رسېدنه وشي.
په دغه لېست کې د بادغيس د خلکو د پخواني استازي غلام سرور فايض نوم هم شته، خو هغه پژواک ته وويل، مخکې له دې چې دندې يي پای ته ورسېږي؛ نو خپله ټوله وسله او مهمات يي ملي شورا ته تسليم کړي.
همدا راز په ولسي جرګه کې د بلخ خلکو مخکيني استازي محمد عبده پژواک ته وويل کله چې لومړى دې امنيتي مسئولين د دوی امنيت ټينګ کړي بيا له کومې ستونزې پرته يادې وسلې ملي شورا ته تسليم کړي.
ده وویل: ((يوازې څلور ميله وسله له موږ سره د امانت په شکل شته خو کله چې د دوی امنيت ټينګ شي نودوی به يې تسليم کړي.))
همدا راز نن ملت ته د حساب ورکولو په برنامه کې سترې محکمې د قضائيه قوې د عمومي اداري امريت سرپرست قضاوتوال جاوېد رشيدي وويل چې سږ کال په مالي کال کې د سترې محکمې په دېوانونو، استيناف او لومړنيو محکمو کې څه باندې ۱۰۶ زره دوسيې حل او فصل شوې دي.
هغه زياته کړه چې د ۱۳۹۸ مالي کال په اوږدو کې د سترې محکمې د دېوانونو په کچه ۱۴۵۷۲ دوسيې، د استيناف محکمو په کچه ۲۹۱۳۷ دوسيې او د مرکز او ولايتونو د لومړنيو محکمو په کچه ۶۲۳۳۶ دوسيې حل او فصل شوې دي.
ده وويل له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د قضايي مراقبت ادارې لخوا د ۲ قاضيانو، د ۳ اداري کارکوونکو او محررانو، د ۲ مدافع وکيلانو او کمېشنکارانو په ګډون؛ ۶۵ تنه نيول شوي چې اوسمهال يې قضيې د عدلي تعقيب په بېلابېلو پړاوونو کې دي.
