صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

پنجشنبه ۲۸ جوزا ۱۴۰۵

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

ملګرو ملتونو د کم شوي تاوتریخوالي پر دوام ټینګار وکړ

ملګرو ملتونو د کم شوي تاوتریخوالي پر دوام ټینګار وکړ

ملګري ملتونه د کم شوي تاوتریخوالي پر دوام ټینګار او د بین الافغاني خبرو اترو ته د ژمنتیا هرکلی کوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (د یوناما) له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې اعلامیه کې راغلي چې د تاوتریخوالي یا د اورکم اونۍ په بریالي توګه پای ته رسېدو هرکلی کوي او هیله ښيي چې بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره شي.
سرچينې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو له قوله ويلي: «ټول ښکېل اړخونه باید اوس د جګړې د پای ته رسېدو لپاره کلک او رښتیني ګامونه پورته کړي.»
ده زياته کړې: «بین الافغاني مذاکرات د سولې د هڅو منځپانګه جوړوي او ملګري ملتونه د ټولو اړخونو له خوا چې د بین الافغاني خبرو اترو لپاره يې ژمنتیا ښودلې، غواړي د دغو مذاکراتو د پیلېدو د تیاریو لپاره چټک ګامونه پورته کړي.))
د هغه په وينا، ملګري ملتونه ژمن دي چې د افغانانو په مشرۍ د یو ټول شموله بهیر ملاتړ وکړي، ترڅو د ټولو خلکو بشري حقونو ته درناوی وشي او په افغانستان کې د تلپاتې سولې لامل شي. له بلې خوا د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو او متحده ايالاتو تر منځ د روغي جوړې معاهده يو مثبت انكشاف دی. اعلامیه زياتوي، هيله ده دواړه لوري خپلو تعهداتو ته ژمن پاتې شي او افغانان هيله مند دي چي دا توافق د بشپړې سولې لپاره لاره هواره كړي. نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ هوکړه ليک لاسليک شو.