صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

پنجشنبه ۲۸ جوزا ۱۴۰۵

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

په کندهار کې د ماین چاودنې له امله څلور پولیس وژل شوي

په کندهار کې د ماین چاودنې له امله  څلور پولیس وژل شوي

د کندهار امنيتي مسوولين وايي، د دې ولايت په میانشین ولسوالۍ کې د ماین چاودنې څلور پولیس وژلي او یو یې ټپي کړی دی.
پېښه یو ساعت مخکې څلور بجې د دغې ولسوالۍ په څاه ګي سیمه کې شوې ده.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک اژانس ته وویل، د پولیسو پر رینجر موټر هغه مهال د ریموټ کنټرول چاودنه شوې چې پوستې ته یې خوراکي توکي وړل.
دی وايي، په چاودنه کې څلور پولیس وژل شوي، یو ټپي شوی او موټر ویجاړ شوی دی.
د ده په خبره، د تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ په اوږدو کې دا څووم برید دى چې د طالبانو له خوا تر سره کېږي، خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.