صفحه نخست » افغانستان » روان کال افغانستان کې له ۳۵۰ زیاتې شنې خونې جوړې شوي
روان کال افغانستان کې له ۳۵۰ زیاتې شنې خونې جوړې شوي
د افغانستان د کرنې او مالد ارۍ وزارت وایي په روان کال کې له ۳۵۰ زیاتې وړې او غټې شنې خونې جوړې شوې دي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي وویل چې دا وړې او غټې شنې خونې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې جوړې شوې دي.
د نوموړي په خبره، دا شنې خونې د کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا او د کال په بېلابېلو موسمونو کې د بزګرو او برخهمنو لپارهیې د خوراکي تنوع لپاره جوړې شوي چې پهکې ډول ډول ترکارۍ کرل شوې دي.
دغه وزارت وایي چې د سترو او وړو شنو خونو جوړول په ځانګړې توګه په غیر کرنیز موسم کې د اړتیاوو د رفع کولو ترڅنګ د تولید او عرضې د زیاتېدو لامل هم ګرځېدلي دي.