صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

پنجشنبه ۶ ثور ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

د امريکا سفارت: طالبانو د تاوتريخوالي کمولو طرحه له افغان حکومت سره شريکه کړې

د امريکا سفارت:  طالبانو د تاوتريخوالي کمولو طرحه له افغان حکومت سره شريکه کړې

د امريکا سفارت وايي چې طالبانو د تاوتريخوالي کمولو په تړاو خپله طرحه له افغان حکومت سره شريکه کړې ده.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت له خوا د سلواغې په ٢٣مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امريکا سفارت مرستياله کرن ډيکر او د سفارت د سولې برخې  مسوول ډنټ پراډيسو د سولې په چارو کې د دولت له وزير عبدالسلام رحيمي سره وکتل.
سرچينې زياته کړې چې په دې ليدنه کې د سولې د بهیر پر پرمختګونو او د قطر د خبرو پر اړوندو موضوعاتو  خبرې وشوې.
په خبرپاڼه کې راغلي، مېرمن ډيکر په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو ته په اشارې سره وويل چې طالبانو د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ته د تاوتریخوالي د کمولو طرحه وړاندې کړې ده او دا ډله به د خپلې طرحې جزئيات شريک کړي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحيمي د دوحې د خبرو اترو په تړاو وویل چې د طالب زندانیانو اړوند چارې د افغانستان د اسلامي جمهوریت واک دی او په دې برخه کې حکومت پر اړينو او اغېزناکو اقدماتو کار روان کړی.
رحیمي د سولې په چارو کې د دولت وزارت د وروستیو هڅو په اړه وویل چې له سیاسیونو سره د ده ليدنې ګټورې وې او دا څرګندوي چې ډېری سياسیون د سولې د بهير په ډېرو مسايلو کې له حکومت سره همغږي دي او حکومت به د ټولو سياسیونو نظرونو او طرحو ته پام کوي.
هغه په ډاګه کړه، چې د سولې بهیر د سیاسي اجماع د پیاوړتیا لپاره وزارت خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو تېر ماښام له ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله سره په ټيلېفوني اړيکو کې له طالبانو سره په خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړى دى.
پومپيو ويلي چې له طالبانو سره د يوه داسې تاوتريخوالي په کمولو کې پرمختګ شوى چې په پايله کې يې اوربند رامنځته شي.
ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رییس ډاکټر عبدالله د دغو پرمختګونو هرکلى کړى دى.