صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

جمعه ۳۱ حمل ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

اترا: د سیمکارټونو د وېش ۳۷ شرکتونه جریمه شوي

اترا: د سیمکارټونو د وېش ۳۷ شرکتونه جریمه شوي

اترا یا د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره وايي، په دې وروستیو کې یې ۳۷ هغه شرکتونه جریمه کړي چې له مخابراتي شرکتونو څخهیې سیمکارټونه په عام بازار کې پلورونکو ته لېږدول.
د دې ادارې د کنټرول او څار رئیس سید عارف میر د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د دې ترڅنګ دوی د سیمکارټونو په وېش باندې هم کنټرول زیات کړی دی.
هغه زیاته کړه: «موږ په دې وروستیو کې په ټولو هغو سیمکارټونو څار جدي کړی چې افغانستان ته راوړل کېږي، تر هغه چې د اترا ادارې اجازه نهوي هېڅ سیمکارټ افغانستان ته نهشي داخلېدی او ترکومه چې اترا اداره په جریان کې نهوي یو سیمکارټ به هم بازار ته ورنهکړل شي.»
که څه هم غیر قانوني سیمکارټونه یوه جدي ستونزه یادېږي، خو لاهم د کابل په اکثرو واټونو کې په ازاد ډول خرڅېږي.
له دې ډول سیمکارټونو استفادې د پولیسو کار هم ستونزمن کړی او د مجرمینو او ترهګرو ډلو د غړو تعقیب ورته سخت شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت مرستیاله ویانده مروه امیني وايي: «د سیمکارټونو د خرڅلاو په برخه کې دومره اسانتیا رامنځته شوې چې ان کولای شو په ۲۰ افغانیو هم یو سیمکارټ واخلو چې ترې زیاتې جرمي قضیې هم راپېښېږي چې زموږ لپاره هم سرخوږی دی.»
له دې سره د کابل د پولیسو امنیه قوماندانۍ وایي پولیسو د غیر قانوني سیمکارټونو د خرڅلاو لپاره پر یو عملیاتي پلان کار پیل کړی او په دې تړاو یې ډېر کسان نیولي دي.