صفحه نخست » افغانستان » داوودزی: سوله کې د اجماع لپاره د لویې جرګې جوړولو ته اړتیا ده
داوودزی: سوله کې د اجماع لپاره د لویې جرګې جوړولو ته اړتیا ده
د محمد اشرف غني د ټاکنیزې ډلې د دفتر مسوول محمد عمر داوودزی وايي چې د سولې بهیر کې د ملي اجماع د رامنځته کولو لپاره د لویې جرګې جوړولو او په ټول شموله توګه د روغې جوړې د مشرتابه شورا جوړېدو ته اړتیا ده.
ښاغلي داوودزي دغه څرګندونې پرون (یکشنبې د سلواغې په ۲۰مه) په یوې خبري ناسته کې وکړې او همدارنګه زیاته یې کړه چې دا جرګه باید د راتلونکي ولسمشر د لوړې له مراسمو وروسته جوړه شي.
محمد عمر داوودزي په دې اړه زیاته کړه:«لویه جرګه د لوړې له مراسمو دوه اوونۍ وروسته جوړېږي او دا ملي او سیاسي اجماع ده چې تېر کال هم د پخلاینې مشرتابه شورا په نامه یو اقدام وشو.»
ښاغلی داوودزی د سولې بهیر پر دریو برخو ویشي او په دې باور دی چې د ښکېلاک د پای ته رسېدو لپاره له امریکا سره د طالبانو خبرې ناسم کار نه دی.
د اشرف غني د ټاکنیزې ډلې د کمپاین مسوول محمد عمر داوودزی څرګندوي:«د طالبانو رسمي دریځ دا دی چې موږ لومړی د ښکېلاک د پای لپاره خبرې کوو؛ دا کومه بده خبر نه ده! که چېرې څوک وايي که چېرې څوک وايي چې دا ملک ښکېلاک نه دی رادې شي او له ما سره دې خبرې وکړي او که څوک وايي چې دغه ملک ښکېلاک دی زه ورسره بحث لرم.»
خو ځينې ګوندونه او سیاسي بهیرونه د افغان حکومت له لوري د سولې د خبرو د مشرۍ په تړاو بېلابېل نظرونه لري.
د افغانستان د نوی ملي جبهې مشر انوارالحق احدي په دې اړه وايي:«که چېرې د سولې خبرې اترې او همدارنګه مرکچيان د حکومت له خوا رهبري شي زه وایم چې سوله پای ته رسېدلې.»
د افغانستان د نجات د ملي جبهې منشي ذبیح الله مجددي وویل:«که چېرې په دغه نظام باوري یوو، که چېرې اساسي قانون ته ارزښت ورکوو معنا یې دا ده چې د دولت د ملت استازیتوب کوي.»
دا نیوکې هم شته چې تر اوسه حکومت د سولې د بهیر په تړاو یوه پراخه او ټولیزه طرحه نه لري.
د بهرنیو چارو وزارت پخوانی سیاسي مرستیال جاوېد لودین په دې اړه زیاتوي:«که چېرې سوله له سیاسي حده لوړه کړو او ملي کچې ته یې ورسوو موږ د سولې په اړه اجماع ته رسېږو.»
د ټول ګډونه پلاوي په جوړولو کې د حکومت پر ناغېړۍ او دغه راز د سولې د پراخو پروګرامونو پر نشتوالي دا ټولې نیوکې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو سره د هوکړې د لاسلیک د نژدې کېدو خبره کړې ده؛ او په قطر کې د امریکا او طالبانو د استازو تر منځ خبرې په نارسمي او وقفه يي ډول رواني دي.
