صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

شنبه ۳۰ جوزا ۱۴۰۵

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

د غزني او پکتیکا خلک: حکومت دې د دواړو ولایتونو ترمنځ سړک پرانېزي

د غزني او پکتیکا خلک: حکومت دې د دواړو ولایتونو ترمنځ سړک پرانېزي

د غزني او پکتیکا خلک له حکومته غواړي چې د دواړو ولایتونو ترمنځ پوخ سړک خلاص کړي.
د ازادي راډیو خبریال ته د دې ولایتونو یو شمېر خلکو ویلي چې وسله والو طالبانو د پاخه سړک شل کیلومتره برخه په بشپړ ډول تخریب کړې او دوی مجبور دي چې په خامو لارو تګ راتګ وکړي.
د پکتیکا د مرکز ښرنې اوسېدونکي محمد امین په غزني کې دازادي راډیو خبریال ته وویل: «ټوله لار خامه ده، یو ساعت لاره په دریو ساعتونوکې ځو، له حکومته غواړو چې دا ستونزه راته حل کړي.»
وسله والو طالبانو تقریباً دوه کاله وړاندې د غزني او پکتیکا ترمنځ د پاخه سړک ډېره برخه بنده کړه.
خو وسله والو طالبانو ویاند ویلي چې لاره یوازې د حکومتي ځواکونو لپاره بنده ده.