صفحه نخست » افغانستان » هلمند کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ۲۰سلنه زیات شوی
هلمند کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ۲۰سلنه زیات شوی
د هلمند ولایت د ښځو چارو ریاست په دغه ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له ۲۰ سلنې زیاتوالي خبر ورکوي.
دغه ریاست زیاتوي په روان کال کې يې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي ۹۷ قضيې ثبت کړې دي چې ډېری یې د وهلو ډبلو، میراث نه ورکړې، په کم عمر کې وادونه او تر ټولو د اندیښنې وړ قضيې يې له کوره د تېښتې په تړاو دي.
جلمیه هغه مور ده چې پر لور یې د زور زیاتي له کبله اړه شوې څو د ښځو چارو ریاست ته راشي او د خپلې لور حق وغواړي.
هغه وايي لور یې ډېرکلونه مخکې واده کړی، ماشومان لري، خو مېړه یې هره ورځ وهي ټکوي او له ويښتو یې کاږي.
جمیله زیاتوي:«لور مې ډېر بد ژوند تېر کړی، هره ورځ یې وهي ډبوي، له ویښتو یې کاږي، بیا راشي زما کورته کیني، خلک وايي ویې لیږه، څو ورځې وروسته یې بیا هغه حال وي، له کوره یې ویستې وي.»
په همدې حال هلمند کې د ښځو د حقونو فعالان په دغه ولایت کې د امن خونو له نشتوالي اندېښنه لري او په دې ولایت کې د هغو ښځو لپاره د امن خونو د جوړولو غوښتنه کوي چې له تاوتریخوالیو سره مخ او دولتي ادارو ته یې مراجعه کړې وي.
د ښځو د حقونو فعاله، شهناز فیضي وايي:«هلمند ولایت یو سنتي ولایت دی، د امن کور که نشي جوړېدی دلته، باید د زون په کچه خو باید جوړ شي.»
همداراز خاتمه ناصري زیاتوي:«د هغو ښځو لپاره چې سرپرست نلري او یا هم له کوره تښتي، د ساتلو ځای نشته او د ښځو چارو ریاست وړاندیز کړی وو چې هلمند کې د امن خونه جوړه شي، خو تر اوسه نه ده جوړه شوې.»
په همدې حال کې د هلمند ولایت د ښځو چارو ریاست هم د امن خونې نشتوالی ستونزه بولي.
د ښځو چارو رییسه، وجیهه رسولي څرګندوي:«د امن خونې ته اړتیا ده، خو تر اوسه هلمند کې نشته، دغه سنتي ټولنه نه پرېږدي چې موږ د امن خونه جوړه کړو. موږ اړ یوو چې بله لاره ورته پیدا کړو.» هلمند کې د ښځو چارو ریاست وايي په دغه ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالیو پېښې لا هم ډېرې دي، خو د دودونو له کبله ښځې حکومتي بنسټونو ته مراجعه نه کوي.
