صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

یکشنبه ۳۱ جوزا ۱۴۰۵

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

خلیل‌زاد د افغان سولې په اړه له قریشي سره معلومات شریک کړل

خلیل‌زاد د افغان سولې په اړه له قریشي سره معلومات شریک کړل

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن په اسلاماباد کې د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره ولیدل.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې زلمي خلیلزاد له افغان طالبانو سره د سولې د روانو خبرو اترو په اړه د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره معلومات شریک کړل.
شاه محمود قریشي ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ به د سولې تر موافقې وروسته د افغانانو خپلمنځي مذاکراتو ته لاره هواره شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې پاکستان به په افغانستان کې د سولې لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ۲۰۱۹ کال په جولای میاشت کې په دې اړه چې له طالبانو سره د موافقې لپاره کومې اساسي مسئلې مطرح دي ویلي وو، «هغه څلور اساسي موضوعات چې بحث ورباندې کوو ترهګري، په افغانستان کې په راتلونکي کې د امریکاي سرتېرو حضور، د افغانستان له حکومت سره مذاکرات او اوربند دي.»
خلیلزاد په دوحه کې د طالبانو له سیاسي استازو سره خبرې جاري ساتلې دي، خو تر دې دمه کوم جوړجاړي يا موافقې ته نهدي سره رسېدلي.