صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

یکشنبه ۳۱ جوزا ۱۴۰۵

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

پر هغو وارداتي توکو دې تعرفه لوړه شي چې دننه په هېواد کې هم تولیدېږي

پر هغو وارداتي توکو دې تعرفه لوړه شي چې دننه په هېواد کې هم تولیدېږي

خصوصي سکټور په یوه ناسته کې کورنیو تولیداتو ته د مناسب بازار نه شتون د ستونزې په توګه یاد کړ او له حکومته یې پر هغو وارداتي توکو د تعرفو لوړولو غوښتنه وکړه چې په کور دننه هم تولیدیږي.
دغه ناسته نن په کابل کې د لسګونو سوداګرو او پانګه والو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې او اړوندو دولتي چارواکو په ګډون جوړه شوه.
سوداګرو او پانګه والو په دې ناسته کې خپلې ستونزې په ګوته کړې، څو حکومت یې حل ته پاملرنه وکړي.
ډاکټر بصير سهيلا د چرګانو د سکټور پانګوال وايي چې دوی واحد او معياري بازار ته د لاسرسي نشتوالی، د چرګانو د حلالولو د معياري ځای نشتوالی، په قاچاقي ډول د چرګانو او د چرګانو د کنګل شوې غوښې واردات، د واکسين او لابراتوارونو کموالی هغه ستونزې دې چې د چرګانو فارم لرونکي او کاروباريان يې زيانمن کړي دي.
هغه د دغو ستونزو د حل غوښتنه کوي، وایي چې د دې ستونزو د حل لپاره دې د دولت او خصوصي سکټور ګډ مشورتي بورد جوړ شي د وارداتي چرګانو او د چرګانو کنګل شوې غوښې تعرفه دې لوړه شي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې د دارالانشاء مشر محمد شفيق سکندري د غنمو د لوړ کیفیت لرونکي تخم کموالی د یوې ستونزې په توګه یاد کړ او د حل غوښتنه یې وکړه.
د کابل د ګذرګاه لبنياتو ټولنې مشر غلام ذکريا بارکزی وایي چې د کورنیو لبنیاتو په برخه کې حمايوي مارکېټ نشته او بازار کې په ښه بسته بندۍ کې د بې کيفيته لبنياتو شتون هم هغه څه دي چې کورني تولیدات له ستونزې سره مخ کړي.
د له حکومته وغوښتل چې پر وارداتي لبنياتو تعرفې لوړې کړي او دولتي ادارې دې په دې برخه کې له کورنیو تولیداتو استفاده وکړي.
د تازه مېوو او سبو سوداګر حاجي امېد حيدري وایي چې د کورنیو سبو او مېوو لپاره مناسب بازار نشته، د سړو خونو کموالی د صادراتي توکو د سرټيفيکټ نشتوالی، د «مافيايي جوازونو» پر مټ د يادو توکيو صادرات او واردات، په ګمرکونو کې فساد او پر لويو لارو کې په ناقانونه ډول له سوداګرو د پیسو اخیستل د سوداګرۍ پر وړاندې ستونزې دي.
هغه چې د نورو سوداګرو په استازيتوب یې خبرې کولې، له حکومته یې وغوښتل چې د سبو او مېوو په موسم کې بايد پر وارداتي مېوو او سبو تعرفې لوړې شي.
حيدري د بېلګې په ډول وويل: «کله چې زموږ مڼې، انګور او انار پاخه شي، دا چې موږ ډېر صادرات پاکستان ته لرو هغوی پر يادو توکيو تعرفه لوړه کړي، موږ نه شو کولای رقابت وکړو؛ هم موږ زيانمن کېږو او هم بزګران؛ دولت بايد دغه تعامل ته جدي پاملرنه او بل مثل اقدام وکړي.»
د ښځينه سوداګرو په استازيتوب الهه هاشمي د ښځو د پانګې کموالی، د پورونو د اسانتیاوو کموالی، د ټکټانې لوړولی، نندارتونونو ته د سوداګرو مېرمنو کم لاسرسی، د بسته بندۍ د کيفيت ټيټوالی، د ښځو د وړتياوو د لوړوالي په موخه د روزنيزو برنامو کموالی او ميرمنو ته د خونو د خدمتي سهولتونو ټيټوالی د سوداګرو ښځو پر وړاندې د شته ستونزو په توګه يادې کړې او له حکومت يې د حل غوښتنه وکړه.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر سيد زمان هاشمي نننۍ ناسته مهمه وبلله ويې ویل چې دا ډول ناستې کولای شی ستونزه رابرسېره او حل لارې ورته ولټوي.
هاشمي له حکومته مننه وکړه چې ځيني هوايي دهلېزونه يې پرانيستي، په کور د ننه او له هېواده بهر يې ځينې مارکېټونه د د کورنیو توکيو اخيستو ته هڅولي، خو زياتوي چې بايد به دې برخه کې ډېر کار او عملي هڅو ته اړتيا ده.
د هغه په وينا، دغه خونه هڅه کوي د سوداګرو یاد ستونزې ټولې تر حکومتي چارواکو ورسوي تر څو د سوداګرۍ او صنعت په برخه کې د قوانينو او تګلارو د جوړولو پر مهال دغو ستونزو ته پام وکړي او حل لارې ورته ولټوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست او د مالي او بانکدارۍ په چارو کې د ولسمشر سلاکار اجمل احمدي هم د یادو هوایي دهلیزونو په څېر په دې برخه کې د حکومت کړنې یادې کړې، ویې ویل چې په روان کال کې افغانستان د يو ميليارد ډالرو په کچه صادرات لرل.
هغه وویل حکومت هڅه کوي چې د فساد مخه ونیسي او په ۱۳۹۹ کال کې د صادراتو کچه تر ۱،۵ ميليارد ډالرو او په ۱۴۰۰ کال کې دغه کچه دوه ميليارده ډالرو ته لوړه کړي.
اجمل احمدي په داسې حال کې په دغې ناسته کې ګډون کړی و چې هغه د ولسي جرګې له خوا بې واکه شوی دی.