صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

شنبه ۱ ثور ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

کابل کې د جنايي جرمونو د زیاتوالي په هکله اندېښنې

کابل کې د جنايي جرمونو د زیاتوالي په هکله اندېښنې

د پلازمېنې ځینې اوسېدونکي وايي چې جنايي جرمونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه او شکایت لرلی خو په کابل کې جنايي جرمونه کم شوي نه دي.
کابل مېشتي وايي چې د هوا له تیاره کېدو وروسته د ښار په کوڅو او پس کوڅو کې ازادانه تګ راتګ نه شي کولای.
رشاد چې د کابل په ګذرګاه سیمه کې د قصابۍ هټۍ لري وايي چې، ځينې وسله وال د ماښام له شپږو بجو وروسته، د ده هټۍ ته ورغلل او پرې ډزې یې وکړې چې، یوه مرمۍ د ده پر پښه لګېدلې ده.
د کابل د اوومې ناحیې د ګذرګاه سیمې هټۍوال رشاد په دې اړه زیاته کړه:«بریدګر راغی، هټۍ ته راننوت؛ ما فکر وکړ چې پېرودونکی دی او غوښتې ته اړتیا لري، خو تومانچه یې راویستله او ډز یې وکړ.»
د رشاد کورنۍ او نور خپل خپلوان یې د دغه ډول پېښو پر وړاندې د دولتي مسوولینو له بې غوریو سرټکوي.
د رشاد خور نبیله وايي:«که چېرې دغه ستونزه د حکومتي چارواکو پر ښځې او ماشومانو راشي څه کوئ؟ خیر دی لږ رحم وکړئ، زموږ غږ واورئ! تاسو ته عذر کوو.»
اورنګ زېب وايي چې، نږدې یوه میاشت مخکې ځینې وسله وال غله د ده د ترور زوی کور ته دننه شول او د هغه کور ټولې پیسې او سره زر یې له ځانه سره یوړل؛ خو لاتر اوسه د دغې پیښې د عاملینو له نیونې هېڅ څرک نه لیدل کېږي:«هېچا پوښتنه ونه کړه، نه معالومات وشو چې چا یوړل.»
هېوادوال پر پولیسو او نورو دولتي ځواکونو نیوکه کوي چې دوی د جنايي جرمونو مخنیوي او د هغوی د عاملانو نیولو ته پاملرنه نه کوي.
د کابل اوسېدونکی عبدالواسیع وویل:«له ماښام وروسته څوک په کوڅو کې تګ راتګ نه شي کولای، تر هغې چې کور ته رسېږو ډېر اندېښمن وو.»
خو د کابل پولیس بیا د غیرقانوني وسلو د لرلو او نورو جنايي جرمونو په تور د لسګونه کسانو له نیولو خبر ورکوي.
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز څرګنده کړه:«۵۳ تنه نو د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو لکه، وژنه، ټپي کول، د ناقانونه وسلې لېږد، د وسایطو او کورونو غلا، چور تالان، مغلوبه جنګ او اخلاقي فساد په تور نیولي دي.»
په دې منځ کې ځينې هېوادوال ځینې حکومتي مسوولین او سیاستوال د غیرقانوني وسله والو پر ملاتړ تورونوي او زیاتوي چې، په هېواد او په ځانګړې توګه په پلازمېنه کابل کې د جنايي جرمونو د زیاتوالي یو لامل پر مجرمینو د قانون نه پلي کېدل دي.