صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

جمعه ۳ میزان ۱۴۰۵

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

عمران خان: د طالبانو او افغانستان حکومت ترمنځ مخامخ خبرې غواړو

عمران خان: د طالبانو او افغانستان حکومت ترمنځ مخامخ خبرې غواړو

د پاکستان صدراعظم وايي اسلام‌اباد او واشنګټن غواړي چې د طالبانو او د افغانستان حکومت ترمنځ د سولې مخامخ خبرې وشي.
عمران خان دا څرګندونې پرون د امريکا متحده ايالاتو له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره په کتنه کې وکړې.
دواړو مشرانو د سويس په داووس ښار کې د نړۍ د اقتصادي فورم د ۵۰مې کلنۍ غونډې په څنډه کې سره وکتل او په لیدنه کې په افغانستان کې د سولې د هڅو او مذاکرو موضوع هم مطرح شوه.
عمران خان وويل، د افغانستان سوله د پاکستان او امريکا ترمنځ په مشترک ډول مطرح موضوع ده.
هغه زیاته کړه: «البته عمده مسئله افغانستان دى، ځکه امريکا او پاکستان‌يې اندېښمن کړي دي. له نېکه‌مرغه چې موږ په ورته فصل کې يو. موږ دواړه هلته له سولې سره لېوالتيا لرو، دغه‌راز د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو له لارې منظم انتقال ته لېوال يو.»
د امريکا او پاکستان رهبران په داسې حال کې د افغانستان پر سوله خبرې کوي چې په قطر کې د طالبانو او امريکايي هيئت ترمنځ مذاکرې روانې دي.
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين تېره شپه ازادي راډيو ته وويل، د مرکچيانو دواړه ډلې به نن هم خپلو خبرو ته دوام ورکوي.
د شاهين په وينا د دغو خبرو هدف دا دى چې د سولې د موافقې د لاسليک لپاره خوندي چاپېريال برابر شي او پر مهمو اهدافو له حملو ډډه وشي.
هغه په دې اړه چې پر مهمو اهدافو يې له حملو هدف څه دى جزئيات ورنه‌کړل، خو ويې‌ويل چې د موافقې د لاسليک د وخت او ځاى په اړه د امريکا او طالبانو له‌خوا پرېکړه نه‌ده شوې.
په پاکستان کې د طالبانو د سياسي مشرتابه د حضور له کبله د افغانستان د سولې په پروسه کې تل د اسلام‌اباد نقش مهم بلل شوى دى.