صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

پنجشنبه ۹ حمل ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

پاکستان: پر افغان صادراتو مو نوي محدوديتونه نه دي وضع کړي

پاکستان: پر افغان صادراتو مو نوي محدوديتونه نه دي وضع کړي

پاکستان هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې پر افغان توکو يې نوي محدوديتونه وضع کړي دي.
په کابل کې د پاکستان سفارت له خوا د سلواغې په ٢مه پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې  خبرپاڼه کې راغلي، دوى هېڅ ډول داسې پرېکړه نه ده کړې.
سرچينې زياته کړې، پاکستان افغان صادروونکو ته اسانتياوې برابرې کړې او دغه کار اوس هم ادامه لري.
د پاکستان سفارت ويلي چې په ٢٠١٩ کال کې د هغه د تېر کال په پرتله پاکستان ته د افغانستان په صادراتو کې ١٩ سلنه زياتوالى راغلى دى.
په خبرپاڼه کې چې سفارت د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت ته خبر  ورکړى چې د ترانزيټ سوداګرۍ د (اپټا) تړون د ٢١مې مادې له مخې، د ترانزيټ کارګو بايد د نړيوالو معيارونو کانټينرونو چې مهرلاک شوي وي، ولېږدول شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سوداګرۍ خونې څو ورځې مخکې ويلي چې پاکستان پر افغان صادراتو نوي محدوديتونه وضع کړي او کوم توکي چې په کانټينرونو کې نه وي، هغه د ٢٠٢٠ کال د اپرېل له مياشتې منعه کېږي.
بلخوا افغان سوداګر وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اپټا او اپټيکا سوداګريز قراردادونه لاسليک شوي، خو عملي کېږي نه.
د ننګرهار ملي سوداګرو د ټولنې رييس  زلمي عظمي پژواک اژانس ته وويل، لس کاله کېږي چې د اپټا او اپټيکا قرارداد د دواړو هېوادونو له خوا لاسلیک شوی چې دغه قرارداد د دواړو  خواوو د سوداګرۍ د لا غښتليتوب لپاره کار کولای شو، خو له بده مرغه چې د قرارداد له مخې پاکستان خپلې ژمنې نه عملي  کوي.
هغه زياته کړه، دوى سوداګرو ته ورځ تر بلې نوې نوې تګلارې او طرزالعملونه رامنځته کوي چې سوداګر يې له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړي دي.
عظيمي د بېلګي په ډول وايي، افغان سوداګر ۴۸ ټنه مالونه د اپټا قرارداد له مخې، کولای شي له کراچۍ بندر څخه جلال اباد لوري ته را وړي، چې اوس دغه کار نه ترسره کیږي. دغه وزن ته يوازې د چمن له لارې اجازه شته چې کندهار ته يې راوړي.
د نوموړي په وينا، څه موده وړاندې د افغان سوداګرو توکي له کراچۍ څخه جلال اباد ته را روان وو، چې بيا د پاکستان حکومت له خوا درول شوي وو، وروسته بیا عمران خان پرېکړه وکړه چې د يو کال لپاره دې اجازه ورکړل شي.