صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

جمعه ۱۰ حمل ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

په هلمند کې د کلدارو د مخنيوي لپاره لس ورځې ضرب الاجل ټاکل شوی

په هلمند کې د کلدارو د مخنيوي لپاره لس ورځې ضرب الاجل ټاکل شوی

د هلمند والي ټولو د هغو کسانو ته خبرداری ورکړ، چې په پاکستانی کلدارو کاروبار کوي چې تر راتلونکو لسو ورځو پورې دې دا کاروبار بند کړي.
هغه زياته کړې چې لس ورځې وروسته به له دوى سره قانوني چلند کېږي.
والي تورن جنرال محمد ياسين خان چې په دې اړه يې په لښکرګاه کې يوې غونډې ته وينا کوله، وويل چې د سلواغې تر لسمې بايد ټول کاروبارونه پر افغانيو وشي.
د نوموړي په وينا، چا چې په ياده موده کې پر کلدارو کاروبار بند نه کړ، نو پيسې به يې ضبط شي.
والي وايي، ولایتي اداره جدي ده او د ځانګړي کمېسيون له  لارې به د دې پر ضد اقدامات پيلوي.
د حاجي محمد حنيف اڅکزي په نوم يوه صراف پژواک ته وويل چې په دغه ولايت  کې د افغانستان بانک په کافي اندازه افغانۍ نه لري چې تر عامو خلکو  پورې يې ورسوي.
نوموړي زياته کړه، په دغه ولایت کې ټول کاروباریان راکړه ورکړه پر پاکستانۍ کلدارو کوي خو مخکې له دې چې کمپاين پيل شي، بايد پر صرافانو افغانۍ ووېشل شي.
په هلمند کې د صرافانو وکیل حاجي خان اکا پژواک ته وویل، که په دغه ولایت کې پاکستانۍ کلدارې بندې شي، صرافان د عامو خلکو د اړتیا وړ افغانۍ نه لري او کېداى شي کاروبار په ټپه ودرېږي.
نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې لومړی دې پر صرافانو افغانۍ ووېشي او وروسته دې په دغه ولایت کې کلدارې بندې کړي.
د يادونې ده، له دې مخکې په خوست، ننګرهار، لغمان او پکتيا ولايتونو کې هم کلدارې منع شوې دي.