صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

سه شنبه ۴ ثور ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستياله پر افغان سولې خبرو لپاره اسلام اباد ته رسېدلې

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستياله  پر افغان سولې خبرو لپاره اسلام اباد ته رسېدلې

د افغان سولې په تړاو د روانو هڅو په وروستيو مرحلو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستياله مېرمن اليس وېلز پاکستان ته رسېدلې ده.
په اسلام اباد کې د امريکا سفارت له خوا د مرغومي په ٣٠مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مېرمن ويلز پرون په څلور ورځني رسمي سفر اسلام اباد ته ورغلې ده.
سرچينې زياته کړې چې هغه به د پاکستان  له ځینو چارواکو سره د دواړو هېوادونو پر اړيکو خبرې اترې وکړي.
خو په پاکستان کې ډیپلوماتيکي سرچينې وايي چې د مېرمن وېلز د سفر اصلي موخه د افغان سولې په تړاو وروستۍ سلا مشورې دي.
هغې په داسې حال کې اسلام اباد ته سفر کړی چې په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ روانې خبرې اترې وروستيو مرحلو ته رسېدلې او سرچينې وايي چې په راتلونکو څو ورځو کې به يې ترمنځ تړون لاسليک شي.
بلخوا سرچينې وايي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ له تړون وروسته به سمدلاسه بين الافغاني مذاکرات پيلېږي او په دې برخه کې د جرمني ځانګړي استازي هم خپلې هڅې تیزې کړې دي.
ويل کېږي چې بين الافغاني مذاکرات په جرمني کې کېږي او د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي پرون د افغانستان د ملي امنيت شورا له سلاکار سره په ليدنه کې د بين الافغاني مذاکراتو کوربه توب ته لېوالتيا ښودلې ده.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستياله په داسې حال کې اسلام اباد ته تللې چې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي څو ورځې مخکې په واشنګټن کې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير پومپيو سره پر افغان سولې خبرې کړې وې.