صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

جمعه ۱۰ حمل ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

سرچینه: طالبانو د زابل ارغنداب ولسوالۍ ودانۍ ته اور ورته کړی

سرچینه: طالبانو د زابل ارغنداب ولسوالۍ ودانۍ ته اور ورته کړی

یوه امنیتي سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې طالبانو د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ ودانۍ ته اور ورته کړی او د پولیسو ۱۶ سرتېري یې له ځان سره بیولي دي.
خو د زابل ولایتي شورا وايي چې په دغې ولسوالۍ کې ۱۶ پولیس له خپلو وسلو سره طالبانو ته تسلیم شوي او د دغې ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ ودانۍ ته طالبانو اور ورته کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت هم د دې پخلی کوي چې په دغه ولسوالۍ کې د پولیسو ۱۶ ځواکونه طالبانو ته تسلیم شوي دي.
د زابل د ولایتي شورا په وینا، د ملي پوځ یو سرتېری هغه مهال ووژل شو او دوه تنه نور یې ټپيان شول چې غوښتل یې د ارغنداب ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ د ودانۍ د سوځېدو مخنیوی وکړي خو د هغوی د لېږد موټر د سړک په غاړه ماین برابر شو.
بلخوا طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.