صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

جمعه ۳۱ حمل ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

احصاییې اداره یو مېلیارد ډالرو ته د صادراتو لوړوالی نه تایید وي

احصاییې اداره یو مېلیارد ډالرو ته د صادراتو لوړوالی نه تایید وي

په داسې حال کې چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې په ۲۰۱۹ز کال کې د صادراتو ارزښت یو مېلیارد ډالرو ته رسېدلی دی، خو د احصاییې او معلوماتو ملي اداره دا شمېر نه تاییدوي.
د احصاییې او معلوماتو ملي اداره وايي چې تراوسه د مالي کال د درې وروستیو میاشتو ارزښت ارزول شوی نه دی، خو د دغه کال په ۹ میاشتو کې، د هېواد د صادراتو ارزښت ۵۳۵ مېلیونه ډالره دی. دا په داسې حال کې ده چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له دې مخکې د هېواد د سوداګرۍ په اړه د شمېرو د ورکړې په اړه ډډه کوله او هغه یې د احصاییې او معلوماتو د ملي ادارې مسوولیت ګڼه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند سمیر رسا تېره ورځ د دغه وزارت د کړنو په اړه د رپوټ د ورکړې پر مهال وویل چې په تېر زیږدیز کال کې د هېواد د صادراتو ارزښت د هېواد په تاریخ خپل لوړې کچې ته رسېدلی دی:«د افغانستان صادرات د لومړي ځل لپاره، په ۲۰۱۹ز کال کې یو مېلیارد امریکايي ډالرو ته ورسېد، چې د افغانستان خلکو او سوداګرو ته یې مبارکي وایم.»
له بل لوري، د دغه وزارت مسوولین ولسي جرګې ته د دغه وزارت د سرپرست د ځواب وینې د څرنګوالي په اړه وايي چې، ښاغلی احمدي په هغه وخت کې د ناورغتیا له امله ونشو کړای چې ولسي جرګې ته ولاړ شي.
خو د ولسي جرګې ځينې استازي دا څرګندوې یوازې پلمه بولي. د ولسي جرګې غړی رمضان بشر دوست په دې اړه وویل:«د دغه وزارت چارواکو چې ویلي ښاغلی احمل احمدي د ناروغتیا له امله ولسي جرګې ته حاضر شوی نه دی، له دروغو پرته بل څه نه دي.»
خو د سوداګرۍ او ټرانزیټي هوکړو لیکو ریاست سرپرست مرتضی رحیمي په دې اړه وايي:«ټولې هغه مقررۍ چې د تېر یوه کال په لړ کې د سوداګرۍ او صنعت په وزارت کې شوې دي د افغانستان د ملکي خدمتونو د قانون په سمون کې شوې دي.»