صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

شنبه ۸ ثور ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

داخلي بېځایه شویو او راستنو شویو کډوالو ته د ځمکې نمرې وېش پيل شو

داخلي بېځایه شویو او راستنو شویو کډوالو ته د ځمکې نمرې وېش پيل شو

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د داخلي بې ځایه شویو او بېرته راستانه شویو کډوالو لپاره د ځمکو د وېشلو لړۍ پیل کړه.
ددغه وزارت سرپرست سید حسین علمي بلخي د چهارشنبې په ورځ (جدي ۱۸مه) ازادي راډيو ته وویل، په پيل کې اته زره هغو داخلي بې ځایه شویو، افغانستان ته له بهره راستانه شویو کډوالو او د امنیتي ځواکونو وارثینو ته چې په کابل کې ژوند کوي، ځمکه ورکول کيږي.
هغه وویل، اوس مهال د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې ۳۲۰۰ جریبه ځمکه په ۱۵۰۰ کورنیو ویشي او دا لړۍ به دوام پیدا کړي.
«نن نوم لیکنه پیل شوه، په شمېر کې يې محدودیت نشته، د ولسمشر د فرمان پر بنسټ ټولو تقاضا کوونکو ته ځمکه ویشل کیږي، خو اوس نه شو ویلای له نوم لیکنې او بیومیټریک وروسته به په ډاګه شي چې څومره کسان مستحق دي.»
دا وزارت وايي، په ولایتونو کې به هم هغو کورنیو ته چې د ولسمشر د فرمان پر بنسټ مستحق بلل کیږي د ځمکو د وېش لړۍ پیل شي. ښاغلی بلخي په ټینګار سره وویل، دغه پروسه د لا شفافیت په هدف د څلورو کورنیو او بهرنیو بنسټونو له لوري څارل کیږي.
د نوموړي په خبره، هغه ښارګوټي چې مخکې د بېرته راستنو شویو او کورنیو بې ځایه شویو لپاره جوړ شوي وو د ولسمشر په فرمان او د دغه ښارګوټو د جوړولو په کارونو کې د ستونزو له امله بریالي نه وو، خو دی وايي اوس چې کوم تدابیر ورته نیول شوي د فساد مخه نیول کیږي او دغه لړۍ به په ښه شکل عملي شي.