صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

شنبه ۱ ثور ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

د شهیدانو ۲۰ سلنه وارثینو او معلولینو ته د کار زمینه برابرېږي

د شهیدانو ۲۰ سلنه وارثینو او معلولینو ته د کار زمینه برابرېږي

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له کابل ښاروالۍ سره په همکارۍ د شهیدانو ۲۰ سلنه وارثینو او معلولینو ته د کار زمینه برابروي.
د دغه وزارت ویاند ضیاالحق فضلي نن ازادي راډیو ته وویل، د هغه تړون له مخې چې تازه د یاد وزارت او د کابل ښاروالۍ ترمنځ لاسلیک شو، د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د بېلابېلو توکو د پلور لپاره وړیا غرفې د دوی په واک کې ورکول کېږي.
هغه زیاته کړه: «د توافقلیک د موادو مطابق په سلو کې ۱۰ فیصده معلولیت لرونکو او په سلو کې ۱۰ فیصده د شهیدانو وارثینو ته د کابل ښاروالۍ لهخوا غرفې وېشل کېږي چې دا د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته د کار یو ښه فرصت برابروي.»
ښاغلی فضلي زیاتوي چې دغه غرفې هغه معلولینو او د شهیدانو وارثینو ته وېشل کېږي چې له جګړې متضرر شوي او له دغه وزارت سره ثبت وي. د نوموړي په خبره د ولایتونو له ښاروالیو سره هم په نږدې راتلونکي کې ورته تړونونه په پام کې لري.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې د شهیدانو او معلولینو کمېسیون رئیس شاه وزیر ترهخېل د دولت له دې اقدام هرکلی کوي. هغه زیاته کړه: «موږ له دې اقدام هرکلی کوو، د شهیدانو او معلولینو د وینو په برکت موږ نن په افغانستان کې په ارامه ژوند کوو.»
ښاغلي ترهخېل له دولت غواړي چې له هرې ممکنې لارې په استفادې باید له دغو مستحقو کسانو او کورنیو سره لازمې او اړینې مرستې وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې له دوی سره له درې لکو زیات د شهیدانو وارثین او معلولین ثبت دي او حقوق ترلاسه کوي.