صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

جمعه ۱۰ حمل ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

پومپیو: جان بس افغانستان کې سیاسي حل لار سره مرسته وکړه

پومپیو:  جان بس افغانستان کې سیاسي حل لار سره مرسته وکړه

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو افغانستان کې د دغه هېواد مخکیني سفیر، جان بس هڅې د سیاسي حل لار لپاره ګټورې بولي. پومپیو افغانستان کې د جان بس کارونه ستایلي دي.
هغه خپله ټویټر پاڼه کې لیکي چې افغانستان کې د جان بس له دوه کلن ماموریت چې د نړۍ یو له ننګونو ماموریتونو و، منندوی دی. د پومپیو په وینا، جان بس دا مرسته وکړه چې افغانستان کې سیاسي حل لارې لپاره د امریکا هڅو پراختیا ته لار برابره شي.
ته د پرمختیا لار برابره کړي. کابل کې د امریکا د سفیر جان بس ماموریت وروسته له نېږدې دوه کالو پای ته ورسید. ښاغلی بس له خپلې مېرمنې سره یوځای ثبت شوي د خدای په امانۍ ویډیويي پیغام کې ویلي، چې تمه لري د افغانستان مشران او عام خلک په یووالي کې ځواک ومومي.
ده ویلي، سیاستوال دې اختلاف پرېږدي او طالبانو سره د روانې جګړې حل لپاره دې پر یوې سیاسي لارې کار وکړي. په دې سره ځینو امریکایۍ رسنیو خپلو رپوټونو کې ویلي، ښاغلي بس په داسې حال کې استعفاء ورکړې چې د سولې خبرو لپاره هڅې روانې دي.
بل لور سي ان ان ټلوېزیون داسې رپوټ خپور کړی چې یو تجربه کار امریکایی ډپلوماټ راس ویلسن به کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر په توګه کار پیل کړي.
سي ان ان وایي، ویلسن به ډېر ژر کابل ته ورسېږي.