صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

جمعه ۱۰ حمل ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

د ثبات او همپالنې ټېم پلویانو په اوو ولایتونو کې د تحصن خېمې ټولې کړې

د ثبات او همپالنې ټېم پلویانو په اوو ولایتونو کې د تحصن خېمې ټولې کړې

د ثبات او همپالنې ټېم پلویانو له ۳۳ ورځو وروسته په اوو ولایتونو کې د ټاکنو کمېسیون د ولایتي ادارو له مخې د تحصن خېمې ټولې  کړې او ټاکلي پلاوي ته یې د رایو د بیا شمېرنې اجازه ورکړه.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مسوولینو په خبره، نن سهار د دغه کمېسیون یو شمېر کارکوونکي د هېواد د هوايي ځواکونو په مرسته د رای شمېرنې لپاره جوزجان، فاریاب، بدخشان، تخار، بغلان، سرپل او پنجشېر ولایتونو ته لېږل شوي دي.
په یادو اوو ولایتونو کې د پژواک خبري اژانس خبریالان وايي چې د ثبات او همپالنې ټېم پلویانو په دغو ولایتونو کې د تحصن خېمې ټولې او ټاکلي پلاوي ته یې د رایو د بیا شمېرنې اجازه ورکړې ده.
د سرپل د ولایتي شوار رییس محمد نور رحماني د ثبات او همپالنې ټېم په استازيتوب وویل، دغه تصمیم یې د ثبات او همپالنې ټېم او ټاکنو کمېسیون تر منځ د پرېکړې په اساس یې نیولی دی.
هغه زیاته کړه: ((د خېمو ټولول درغلۍ ته د تسلیمېدو معنی نه لري، موږ د خلکو له پاکو رایو دفاع کوو او د ۳۰۰ زرو بایومتریک رایو د لغوه کېدو غوښتنه کوو.))
په بغلان کې د ټاکنو کمېسیون د ولایتي دفتر رییس نورالله پیغام پژواک ته وویل، د رایو د بیاشمېرنې ټاکل شوي پلاوی له کابله دغه ولایت ته رسېدلی او ټاکل شوې چې څو شېبې وروسته دغه بهیر پیل شي.
په ورته وخت کې په پنجشېر ولایت کې د ټاکنو کمېسیون سیمه ییز دفتر رییس غلام حسین شریف سهار لس بجې پژواک خبري اژانس ته وویل، ټاکل شوې څو شېبې وروسته په دغه ولایت کې د رایو بیا شمېرنې بهیر پیل شي.
په ورته وخت کې د تخار ولایت مدني فعال عبدالرحیم پژواک خبري اژانس ته وویل، د تحصن خېمې ټولې شوې او د خلکو او ټاکنو کمېسیون د ولایتي ادارو په مرسته ټاکل شوي پلاوي ته د رایې بیا شمېرنې دویم ځلي فرصت ورکړل شوی دی.
په اوو ولایتونو کې د رایو شمېرنې بهیر په داسې حال کې پیل شو چې ثبات او همپالنې ټېم ټاکنو کمېسیون ته اجازه نه ورکوله چې په یادو ولایتونو کې د تېرو ولسمشرۍ ټاکنو شکمنې رایې بیا وشمېري، خو ډاکتر عبدالله عبدالله د شنبې په شپه وویل چې په یادو ولایتونو کې به د لیندۍ په ۱۴ مه «یکشنبې» پیل شي.