صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

پنجشنبه ۶ ثور ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

ارګ: د ۴۰۰۰ امریکايي سرتېرو وتل افغانستان کې پر جګړې اغېز نه لري

ارګ: د ۴۰۰۰ امریکايي سرتېرو وتل افغانستان کې پر جګړې اغېز نه لري

د افغانستان حکومت که څه هم له دغه هېواده د ۴۰۰ امریکايي سرتېرو وتل د روانې جګړې پر وضعیت بې اغېز بولي، خو وايي، دوی لا هم د امریکايي پوځیانو حضور ته اړتیا لري.
تازه یو شمېر امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرېکړه کړې چې ۴۰۰۰ سرتېرې له افغانستانه وباسي. د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي وايي، په دې هېواد کې د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې د پر مخ بېولو په موخه لا هم د امریکايي سرتېرو شتون ته اړتیا ده.
ښاغلي صدیقي ازادي راډیو ته وویل، ممکن له افغانستان د ۴۰۰۰ امریکايي سرتېرو اېستل د دې هېواد پر جګړې منفي اغېز و نه کړي، خو په خبره یې، د امریکايي سرتېرو لویه برخه به په دې هېواد کې پاتې شي.
هغه وویل: "اوس هم د افغانستان او امریکا لپاره له ترهګرۍ لنډمهالي، منځ مهالي او اوږدمهالي خطرونه شته، د همدې لپاره یو ډېر شمېر امریکايي عسکر په افغانستان کې پاتې کېږي، څو دا ګډ ماموریت مخته یوسي."
د امریکا انبيسي ټلویزیون تازه په خپل یوه راپور کې ویلي، ولسمشر ډونالد ټرمپ تصمیم نیولی چې د روانې اوونۍ په اوږدو کې له افغانستان د ۴۰۰۰ امریکايي سرتېرو د وتلو پرېکړه اعلان کړي.
د دې سرتېرو د وتو په صورت کې به په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د پاتې شویو هغو شمېر له ۸ تر ۹ زرو پورې وي.
انبيسي ټلویزیون په خپل راپور کې ویلي، د امریکا چارواکي داسې مهال دې پرېکړې ته رسېږي چې له څو میاشتو ځنډ وروسته، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره د سولې ځنډېدلې خبرې بیا پیل کړي.
د امریکا متحده ایالات اوسمهال په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې له ۱۲ تر ۱۳ زرو پورې سرتېري لري.
سرچینه زیاتوي، امریکايي چارواکو ورته نه دي ویلي چې کله له افغانستان د دې عسکرو د وتو بهیر پیلوي، خو دا یې منلې چې د عسکرو وتل به څو میاشتې وخت ونیسي.  دا راپور داسې مهال خپرېږي چې په قطر کې د افغانستان سولې په اړه د امریکا او طالبانو خبرې له دوه ورځو راهیسې بیا ځنډیدلي دي.
طالبانو ویلي، له خپلو مشرانو سره له مشورو وروسته، بیا د خبرو مېز ته کېني، خو یو شمېر شنوونکي په دې باور دي چې له افغانستان د ۴ زره امریکايي سرتېرو د وتو پرېکړه په دوحه کې د خبرو پرمختګ ښيي.
سیاسي کارپوه انتظار خادم وویل: "زه فکر کوم چې له افغانستان د ۴ زره امریکايي عسکرو وتل د خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د هوکړې یوه برخه ده. دا یو شین څراغ دی، موږ باید د عسکرو د وتو په اړه اندېښنه و نه کړو. "
طالبانو تل له افغانستان د ټولو امریکايي سرتېرو د وتو پر موضوع ټینګار کړی او تر خوا یې په قطر کې د سولې د خبرو اترو یو اصلي موضوع هم له افغانستان د امریکايي سرتېرو د وتو څرنګوالی دی.