صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

جمعه ۳۱ حمل ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

ولسوال: د داعش د حضور په وخت کې له هسکې مېنې ۸۰زره چارتراش لرګي قاچاق شوي

ولسوال: د داعش د حضور په وخت کې له هسکې مېنې ۸۰زره چارتراش لرګي قاچاق شوي

د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ وايي چې په دې ولسوالۍ کې د داعش ډلې د درې کلن حضور پر مهال ځنګلونه پر خپلسر وهل شوي او شاوخوا ۸۰زره چارتراش لرګي ترې قاچاق شوي دي.
خو دی وايي، اوس يې د لرګيو د قاچاق مخه ډپ کړې او حتی ځایي خلکو ته د سون لرګيو د وړلو اجازه هم نه ورکوي.
د هسکې مېنې ولسوال رضوان الله بشرمل چې د لېندۍ په ۲۰مه يې د ننګرهار رسنيو دفتر کې د کوټ ولسوالۍ له ولسوال سره ګډ خبري کنفرانس ته خبرې کولې، دا څرګندونې وکړې.
نوموړي وويل، د هسکې مېنې ولسوالۍ غرنيزې سيمې د څېړيو او جلغوزيو پراخ ځنګلونه لري چې د داعش د حضور پر مهال يې ډېره برخه قطع شوې او د ځايي امنيتي او سيمه ييزو چارواکو په همکارۍ يې لرګي قاچاق شوي دي.
هغه زياته کړه: ((د داعش په وخت کې ونې وهل شوې، ۸۰ زره دانې چارتراش کېږي او د هغه وخت د چارواکو (ولسوال، امنيه قوماندان او نور مسولين) په خوښه باندې وتلي دي، هغوی پيسې اخيستې دي.))
د بشرمل په وينا، اوس يې ټولو امنيتي ادارو ته جدي سپارښتنه کړې چې د سون لپاره هم ځايي خلکو ته اجازه ورنه کړي لرګي یوسي خو دا هم نه ردوي چې ګواکې د لرګيو قاچاق دې بشپړ درېدلی وي.
ده زياته کړه چې په تېرو کلونو کې داعش وسله والې ډلې په ياده ولسوالۍ کې فعاليت درلود چې له امله يې د بيارغونې چارې په کې ډېرې کمې ترسره شوې دي.
نوموړي وويل، اوس په ياده ولسوالۍ کې بشپړ امنيت رامنځته شوی، چې ور سره په بېلابېلو سيمو کې د بيا رغونې چارې هم پيل شوي دي.
په ورته وخت کې د کوټ ولسوال نجيب الله رحماني وويل چې په دې ولسوالۍ کې روان کال د ۹۹ ميليونه افغانيو په لګښت ګڼ شمېر پروژې بشپړې شوې او يو شمېر تر کار لاندې دي چې ډېر ژر به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
نوموړي زياته کړه چې په دې پروژو کې شپاړلس ښوونځي، پنځه د اوبو رسولو شبکې، شپږ استنادي دېوالونه، د اوبو سربندونه، دېرش د اوبو څاه ګانې او د کرنې، روغتيا او يو شمېر نورو برخو کې ګڼې نورې پروژې شاملې دي.