صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

شنبه ۱ ثور ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

د ناکامورا د جنازې وروستي مراسم د هغه په پلرني ښار کې ترسره شول

د ناکامورا د جنازې وروستي مراسم د هغه په پلرني ښار کې ترسره شول

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د جاپانۍ موسسې د وژل شوي مشر ډاکتر ټيټسو ناکامورا د جنازې وروستي مذهبي مراسم د جاپان په فوکواکا ښار کې ترسره شول.
د پي اېم اېس په نوم د يوې جاپانۍ موسسې مشر جاپاني الاصل افغان ډاکتر ناکامورا (د لېندۍ په ۱۲مه) په جلال اباد ښار کې د وسله والو له خوا له خپلو پنځو ملګرو سره ووژل شو.
د ننګرهار ولايت چارواکو پرون ويلي وو چې په دې تړاو يې دوه کسان نيولي دي، خو نور جزئيات يې نه دي ورکړي.
د ناکامورا جسد دوه ورځې مخکې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې چې ولسمشر اشرف غني، د جاپان سفير او نورو چارواکو په کې ګډون درلود، د کابل له هوايي ډګره جاپان ته ولېږدول شو.
د هغه جسد د تېرې يکشنبې په ورځ لومړى د جاپان پلازمېنې توکيو ښار ته نږدې يوه هوايي ډګر ته ورسول شو او بيا له هاغه ځايه د ناکامورا پلرني ښار فوکواکا ښار ته ولېږدول شو.
جاپانۍ رسنيو د لېندۍ په ٢٠مه خبر ورکړى چې د ناکامورا وروستي مراسم  نن په ياد ښار کې په داسې حال کې ترسره شول چې ګڼ شمېر کسانو په کې ګډون کړی و.
د ناکامورا يوه ملګري او همصنفي شونسوکي ټکيناکا چې په دې مراسمو کې يې ګډون کړى و، رسنيو ته ويلي: ((هغه له ماشومتوب څخه ډېر ښه روان و او موږ ټولو پرې وياړ کاوه.))
هغه زياته کړې، کوم کارونه چې ناکامورا تر اوسه کړي، غوښتل يې تر دې زيات نور کارونه هم وکړي.
په دغو مراسمو کې د ناکامورا يو غټ انځور لګول شوى و چې په افغانستان کې د کار پر مهال اخيستل شوى و.
دغه راز جاپاني رسنيو خبر ورکړى چې په ياد ښار کې د ناکامورا عکسونه په بېلابېلو سيمو کې ځړول شوي دي.
جاپاني پوليسو د روغتيايي کارکوونکو په مرستو پرون د هغه د جسد څېړنې کړې او موندلي یې ده چې پر سينه يې د مرمۍ لګېدو له امله مړ شوى دى.
ناکامورا د ننګرهار ولايت په بېلابېلو برخو کې د  لسګونو ميليونو ډالرو په ارزښت د کرنې او اوبو لګولو په برخو کې د بيارغونې کارونه کړي وو.
د هغه وژنه په پراخه کچه د افغانانو له خوا وغندل شوه، په ګڼ شمېر ولايتونو کې د هغه په ياد شمعې بلې شوې او د خواشينۍ ناستې ترسره شوې.