صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

پنجشنبه ۹ حمل ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

يوناما"ځوانانو د بشري حقونو لپاره راپورته شئ" تر عنوان له نړیوال کمپاین ملاتړ وکړ

يوناما

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي پلاوی (یوناما) د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په نمانځنې سره "ځوانانو د بشري حقونو لپاره راپورته شئ" په عنوان له نړیوال کمپاین سره یوځای شو، چې د بدلون د اصلي استازي په توګه د ځوانانو رول په ګوته کوي.
په کابل کې د يوناما له خوا د ليندۍ په ١٩مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغه کمپاین موخه د ځوانانو د غږ پیاوړي کول او د بشري حقونو په پراختیا او ساتنه کې د ډېر شمېر اورېدونکو ورښکېل کول دي.
سرچينې زياته کړې، د ملګرو ملتونو دغه کمپاین د ځوانانو د هڅونې او همغږي کولو لپاره ترتیب شوی چې په څه ډول ځوانان په ټوله نړۍ کې د تعصب، تبعیض، بې عدالتۍ، نفرت خپرونکو ویناوو، جګړې او د ککړ چاپېریال په ګډون د بشري حقونو لپاره ودریږي.
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي استازي او د یوناما مشر تدامیچي یاماموتو وايي: "ځوانان تل د سیاسي، اقتصادي او ټولنیز بدلون محرکین وو او په افغانستان کې هم ځوان نسل د هېواد د راتلونکي جوړولو لپاره ډېر مهم دی. خو د دوی بشپړ ځواکمنتیا ته د رسېدو لپاره د دوی د حقونو خوندي کول اړین دي."
په خبرپاڼه کې راغلي، افغانستان ډېر ځوان نفوس لري او تقریبا دوه پر درې برخه وګړي یې له ۲۵ کلنۍ ښکته لرونکي بلل کېږي. په ۲۰۱۹ کال کې ملګرو ملتونو د ماشومانو حقونو کنوانسیون ۳۰مه کالیزه ونمانځله، چې افغانستان په ۱۹۹۴ کال کې دا سند تصویب کړی دی.
سرچينې زياته کړې، د ۲۰۱۹ کال په مارچ کې د ماشومانو د قانون د تصویب په ګډون، روغتیايي او ښوونیزو خدماتو ته د هلکانو او نجونو د لاسرسي په ګډون له یو لړ پام وړ پرمختګونو سره سره لا هم په میلیونونو ماشومان په افغانستان کې له خپلو اساسي بشري حقونو بې برخې دي، چې په دې کې د ژوند کولو حق، زده کړو او روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي حق، د تفریح حق او بشپړې وړتیا ته د هغوی د رسېدو لپاره د پرمختیا حقونه شامل دي. ماشومان لا هم پر ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو د بریدونو له منفي اغېزو سره او په نامتناسب ډول د جګړې له پاتې ناچاوده توکو صدمه ویني او په جګړه کې د ښکېلو اړخونو له خوا له استخدام او جنسي تاوتریخوالي سره مخامخ دي.
يوناما ويلي، ملګري ملتونه د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په ګډون له افغان بنسټونو سره خپل کار ته دوام ورکوي، چې د افغانستان له خوا د نړیوالو بشري حقونو مکلفیتونه، د اساسي قانون او نورو کورنیو قوانینو په چوکاټ کې ترسره شوې ژمنې عملي کړي، لکه د جزا نوی قانون چې د بچه بازۍ په څېر ناوړه کړنې په کې جرم بلل شوی دی.
د یوناما د بشري حقونو د برخې مشرې فیونا فریزر چې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو دعالي کمیشنر د افغانستان د څانګې استازې هم ده، وايي: "د بشري حقونو د قربانیانو د ستونزو اورېدل باید د افغان چارواکو د مهمو لومړیتوبونو په سر کې ځای ولري، په ځانګړي ډول کله چې قربانیان ماشومان وي، ځکه چې د حساب ورکولو نشتوالي، له سزا ورکولو معافیت ته زمینه پراخوي، چې له کبله یې د بشري حقونو ناوړه ګټه اخیستونکو ته د ودې زمینه برابریږي."
هغې زیاته کړه: "د ښځو، ماشومانو او نورو اغېزمنو ګروپونو ساتنه باید د هر ملت د بشري حقونو د خوندیتوب د ستراتېژیو په زړه کې ځای ولري."
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړې پر اساس یوناما د ملکیانو د خوندیتوب او څارنې اړوندو مسئلو کې خپلې ښکېلتیا ته دوام ورکوي او د ماشومانو په وړاندې د شپږو لویو او جدي سرغړونو په اړه به راپور ورکوي.
پردې سربېره به د بشري حقونو د ودې او په وسله والو ډلو کې د ماشومانو د ښکېلتیا په تور د ساتل کېدونکو ځایونو په ګډون له توقیف ځایونو څارنې ته دوام ورکوي.
په خبرپاڼـه کې راغلي، یوناما موندلې چې د لویانو په پرتله دغه ډول ماشومان په لویه کچه له ځورونې او ناسم چلند سره مخامخ دي او د وړتیا لوړونې او بیرته ادغام کیدو مرکزونو ته له لیږلو مخکې دهغوی د درملنې غوښتنه کوي.