صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

شنبه ۱ ثور ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

د کندز په چهاردره کې ۲۱ امنیتي سرتېري او ۴ ملکي وګړي ټپیان شوي

د کندز په چهاردره کې ۲۱ امنیتي سرتېري او ۴ ملکي وګړي ټپیان شوي

د کندز په چاردرې ولسوالۍ کې د هاوان د لګېدو په دوو پېښو کې ۲۱ امنیتي سرتېري او ۴ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني نن آزادۍ راډیو ته وویل چې تېر ماښام یو هاوان پر امنیه قوماندانۍ او یو بل د ملکي وګړو د استوګنې پر یوه سیمه ولګېدل.
هغه زیاتوي: "د هاوان د لومړۍ مرمۍ په چاودنه کې ۲۱ امنیتي سرتېري برسېرن ټپیان شول، د سردارانو په کوڅه کې د دوهم هاوان په چاودنه کې د کندز څلور اوسېدونکي ټپیان شول."
ښاغلی رحماني وايي چې د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي او د هغوی وضعیت د ډاډ وړ دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې د چاردرې ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ دوی هاوانونه توغولي چې په نتیجه کې یې زیات شمیر حکومتي سرتېري وژلي او ۲۲ نور یې ټپیان کړي دي.