صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

جمعه ۷ ثور ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

سرچینې: خلیلزاد دوحې ته رسېدلی او د سولې خبرې به ډېر ژر پيل شي

سرچینې:  خلیلزاد دوحې ته رسېدلی او د سولې خبرې به ډېر ژر پيل شي

د سولې خبرو اترو په اړه خبرې سرچینې وايي چې زلمی خلیلزاد دوحې ته رسېدلی او ټاکل شوې ډېر ژر له طالبانو سره رسمي خبرې اترې له سره پيل شي.
دغه سرچینې زیاتوي چې خلیلزاد کابل کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په لیدنه کې وویل چې طالبان له امریکا سره د هوکړې تر لاسلیک وروسته به، تاوتریخوالی کم کړي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تېرو دوو ورځو کې په کابل کې د افغان حکومت له مشرانو او نورو سیاسي څېرو سره د سولې په اړه خبرې وکړې.
د مخکیني ولسمشر حامد کرزي او زلمي خلیلزاد تر منځ په کتنه کې یو شمېر ګډونوال وايي ښاغلي خلیلزاد له طالبانو سره د سولې له اټکلیزې هوکړې وروسته د تاوتریخوالي له کمښته خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې، د امریکا او طالبانو تر منځ تر هوکړې وروسته به د افغانانو تر منځ په خبرو کې د اوربند په اړه پرېکړه وشي.
د مخکني ولسمشر حامد کرزي مخکنی سلاکار شهزاده مسعود په دې اړه وویل:«په درې موضوعګانو خبرې وشې، لومړی دا چې، امریکا مستقیماً خپل مذاکرات د طالبانو له تحریک سره پیلوي، هڅه کوي چې پر دغو موضوعګانو هوکړه وکړي چې تاوتریخوالی خپلې ټیټې کچې ته ورسېږي. دویم... د افغانانو ترمنځ مذاکرات دي.»
خلیلزاد کابل ته د خپل سفر په لړ کې د افغان حکومت له لوري د یوه ټول منلي پلاوي پر جوړېدو ټینګار وکړ.
خو د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند ګلبدین حکمتیار وايي افغان حکومت د سولې پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ دی.
د ولسمشرۍ ټاکنو  موماند ګلبدین حکمتیار څرګندوي:«یوازینۍ لار چې د سولې په وړاندې خنډ او مانع دی، د جګړې دوام غواړي؛ او د جګړې په دوام کې د خپل واک دوام غواړي - هغه اوسنی حکومت دی.»
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د ښاغلي حکمتیار د دغې څرګندونې په ځواب کې داسې وايي:«که چېرې څوک فکر کوي چې حکومت د سولې لپاره خنډ او مانع دی، دا د دغه کس او یا کسانو بې خبري او درک کمزورتیا څرګندوي.»
خو ولسمشر غني وايي چې تېره ورځ د ځینو هېوادوالو په منځ کې وینا کوله وویل چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت غوښتونکی دی، خو لنډ مهالی حکومت به هېڅکله ونه مني.
ولسمشر محمد اشرف غني په دې اړه زیاتوي:«راغلي وو چې ویل یې چې څو کاله چې غواړي په خپله واوسو، خو یو لنډمهاله حکومت جوړ کړه. د اساسي قانون څلورمه ماده مو نه ده لوستئ، دلته د ملت اراده ده.»
د امریکا د ولسمشر له لوري په تېر سپټمبر میاشت کې د زلمي خلیلزاد او طالبانو تر منځ د نږدې یو کلن خبرو اترو له درولو وروسته به دا لومړی ځل وي چې، د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې بیا له سره پیلېږي.