صفحه نخست » افغانستان » د قانون د حاکمیت او له اداري فساد سره د مبارزې عالي شورا غونډه جوړه شوه
د قانون د حاکمیت او له اداري فساد سره د مبارزې عالي شورا غونډه جوړه شوه
د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د قانون د حاکمیت او له اداري فساد سره د مبارزې عالي شورا ځانګړې غونډه، تېر ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
د دغې غونډې په لومړۍ برخه کې ولسمشر غني، د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس سیدیوسف حلیم، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رئیس نادر نادري، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رئیسې شهرزاد اکبر، د افغانستان د پلټنې ادارې رئیسې غزال حارث او د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون مرستیال نعیم حقمل سره په غونډه کې د لوګر ولایت په ښوونځیو کې د جنسي ناوړه استفادې د ادعاوو په اړه د ارزونو او د پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.
په غونډه کې ټینګار وشو چې لوی څارنوالۍ او د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون دې یاده قضیه وارزوي او وڅېړي، همدراز دې یاد بنسټونه په دې اړه راتلونکي اقدامات او اجراات له خلکو سره شریک کړي.
همدارنګه هغې ځانګړې کمېټې چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په چوکاټ کې د هېواد په ځینو ادارو کې د جنسي ځورونې ادعاوو د ارزونې په خاطر ګومارل شوې وه، خپل راپور غونډې ته وړاندې کړ.
وروسته د قانون د حاکمیت او اداري فساد سره د مبارزې عالي شورا غونډې د عدلي او قضايي ادارو د ۱۳۹۹ مالي کال پر بودجوي لومړیتوبونو او اړتیاوو بحث وکړ.
غونډې د لويې څارنوالۍ د عادي او انکشافي پروژو د اړتیاوو له هغې جملې په مرکز او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د لويې څارنوالۍ د ادارو د اړتیاوو، زیربناوو جوړولو، د څارنوالانو د مالیاتي او مالي، اقتصادي او مسلکي ظرفیت لوړولو او په دغه اداره کې د رونیزو برنامو د تمویل او مسلکي روزنې انستیتيوت د ملاتړ په موخه پر پیشنهادي طرحې بحث وکړ.
همدارنګه په یاده غونډه کې د عدلیې وزارت د بودجوي اړتیاوو او لومړیتوبونو، د اساسي قانون پر تطبیق د څار خپلواک کمېسیون او د پلټنې عالي ادارې پر بودجوي ستونزو هم خبرې وشوې.
جمهوررئیس غني په دې اړه وویل، د هېواد د عدلي او قضايي ارګانونو د ۱۳۹۹ مالي کال په بودجه کې دې د دغو ادارو لومړیتوبونه او اړتیاوې په پام کې ونیول شي.
جمهوررئیس وویل، د قانون د حاکمیت ارګانونو د بودجوي لګښت د لومړیتوبونو څرنګوالی مهم دی چې ملموسې پایلې ترې ولرو. هغه زیاته کړه، د هېواد د عدلي او قضايي ارګانونو زیربناوې یوه ملي برنامه ده او د هغې د پیاوړتیا لپاره دې هڅه وشي چې ددغو بنسټونو د خدمتونو ظرفیت لوړ شي.
د هېواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، د قاضیانو او څارنوالانو د امنیت او د قضايي او لويې څارنوالۍ د کادرونو د استخدام په برخه کې دې استعجالیت په پام کې ونیول شي.
