صفحه نخست » افغانستان » ملګري ملتونه د افغان ماشومانو ژوند د اندېښنې وړ بولي
ملګري ملتونه د افغان ماشومانو ژوند د اندېښنې وړ بولي
په افغانستان کې د ماشومانو د ژوند ښه کولو لپاره یو لړ کارونه تر سره شوي، خو لا هم په دې برخه کې ډېرې ستونزې شته چې باید د افغانستان حکومت یې د نړیوالې ټولنې په مرسته د لرې کولو لپاره کار وکړي.
دغه څرګندونې نن کابل کې په هغه ناسته کې وشوې چې د افغان چارواکو ترڅنګ د ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې استازو په کې برخه لرله. دغه ناسته "د افغانستان ماشومان، د ښې راتلونکې وړ دي" تر نوم لاندې جوړه شوې وه.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفير پيري مايدون (Pierre Mayaudon ) په دغه ناسته کې وويل، د دې ډيالوګ موخه دا ده چې څنګه او په څه ډول وکولای شو د ماشومانو د ژوند د ښه والي لپاره کار وکړو.
هغه زياته کړه:"په افغانستان کې ماشومان په سختو شرايطو کې ژوند کوي، د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې يو پر درې برخه ماشومان دي، ۳.۷ ميليونه ماشومان زده کړو ته لاسرسي نه لري، يو پر درې نجونې په داسې حال کې واده کیږي چې د واده قانوني سن يې نه وي پوره کړی."
دی زياتوي، ماشومان په سختو کارونو بوخت دي، مناسبو روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري، له روحي او رواني ستونزو سره مخ دي او ان په ځينو ځايونو کې د جنسي ځورونې راپورونه هم اورېدل کېږي. دی وايي:"په افغانستان کې د ماشومانو ياد ناسم وضعيت ته په پام بايد افغان حکومت او نړيواله ټولنه په ګډه داسې طرحې او پلانونه جوړ کړي، څو د ماشومانو د ژوندانه وضعيت ښه والى ومومي."
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستيال ټوبي لنزر (Toby Lanzer ) هم په افغانستان کې د ماشومانو پر ناسم وضعيت اندېښنه وښوده او ويې ويل:" افغانستان په نړۍ کې هغه هېواد دی چې د ماشومانو د مرګ ژوبلې کچه په کې تر ټولو لوړه ده."
هغه زياتوي، له دې سره سره چې په افغانستان کې د بېسوادۍ کچه راټيټه شوې خو لا هم ۳.۷ ميليونه ماشومان زده کړو ته لاسرسى نه لري، د تېرکال د ولسي جرګې د ټاکنو پر مهال پر ښوونځيو ۵۳۶ بريدونه شوي چې دغه کار هم د ډېرو ماشومانو د زده کړو بهير له ستونزو سره مخ کړی دی.
دی وايي:"د ماشومانو د ژوندانه د ښه والي په برخه کې چې کوم پرمختګونه شوي له هغو سترګې نه شو پټولای، د بېلګې په ډول د ماشومانو د حقونو د ملاتړ قانون تصويب شوی؛ خو په دې برخه کې چې څومره کار ته اړتيا ده، نه دی شوى."
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون غړې راضيه سعيد وايي، ناامني، فقر، وزګاري په بې رويې ډول د نفوس ډېروالي او نورې ځینې ټولنیږې ستونزې د دې لامل شوي چې په افغانستان کې د ماشومانو حقونو ته لکه څنګه چې اړينه ده، پاملرنه ونه شي. هغه زياتوي:"د بشري حقونو خپلواک کمېسيون په روان ۲۰۱۹ کال کې د ماشومانو د ژوندانه د وضعيت په اړه څه باندې ۴۲۰۰ مورده نظارت کړي چې په ټيټ عمر د نجونو ودول، په وسله والو منازعو کې د ماشومانو شموليت، درانه کارونه، جنسي ځورونې، د ماشومانو قاچاق، لفظي تاوتريخوالي او سپک کول هغه موارد دي چې ماشومان ورسره مخ دي."
هغه مني چې د ماشومانو د ژوندانه د ښه والي لپاره اړين قوانين او مقررې جوړې او تصويب شوي خو وایي څومره چې اړينه ده دغه قوانين نه دي پلي شوي.
