صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

چهارشنبه ۳ سرطان ۱۴۰۵

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

په ننګرهار کې د جلغوزيو نرخونه دوه برابره لوړ شوي

په ننګرهار کې د جلغوزيو نرخونه دوه برابره لوړ شوي

په ننګرهار کې د جلغوزيو سوداګر وايي، چينايي بازارونو ته د جلغوزو د صادراتو له امله دغه ولايت د جلغوزيو نرخونه دوه برابره لوړ شوي او هيله لري چې راتلونکي کې د جلغوزو لپاره نور نړيوال بازارونه هم وموندل شي.
د ننګرهار يوولسو ولسواليو کې د جلغوزيو پراخ ځنګلونه شته چې هرکال ۱۲۵۵ ټنو په شاوخوا کې حاصلات ترې راټولېږي.
مسوولين وايي، هڅه کوي چې راتلونکي کې دا ځنګلونه پراخ او هغه ځايونه چې د جګړو او نورو ستونزو له امله زيانمن شوي او خپلسري وهل شوي وي بېرته يې له سره ورغوي.
د ننګرهار د سپين غر لمن کې د جلغوزو ګڼ طبيعي ځنګلونه موجود دي چې دا ځنګلونه زياتره د خلکو تر حاکميت لاندې دي او د ځنګلونو د ساتنې ترڅنګ د هغو حاصلات هم ځايي خلک اخلي.
د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار د شپږمې ناحيې اړوند فارم هډې سيمه کې د جلغوزيو له غوزو   دانې را ايستل کېږي. د پروسس دا ساده مرکز  پر يوه ډاګ جوړ دى، له ولسواليو جلغوزي راوړل کېږي او بيا دلته د خوراک لپاره برابرېږي.
سوداګر يې وايي، له ستونزو سره ځکه مخ دي چې هم د جلغوزيو ساتل ورته سخت دي او هم جلغوزي په ډېر پخواني شکل سره پاکېږي چې نړيوالو بازارونو کې يې د خرڅلاو چانس کمېږي.
دغه سوداګر وايي، پخوا به دوی جلغوزي پاکستان ته د پلور په موخه وړل چې بيا به له هغه ځايه نورو هېوادونو ته د پاکستان په نوم تلل؛ خو اوس د هوايي دهلېزونو په جوړېدو سره جلغوزي د افغانستان په نوم انتقالېږي.
د عبدالحق په نوم يوتن چې د ننګرهار اچين ولسوالۍ کې يې جلغوزي اخيستي او اوس يې دغه سيمه کې د پروسس چارې مخته وړي،وايي چې د پروسس بڼه يې ډېره ساده او کليوالي ډوله ده. هغه پژواک اژانس ته وويل، د همدغې سيمې بې وزله ښځې او ماشومان د جلغوزيو د پاکولو لپاره ورځي، جلغوزي دوی اخلي او د جلغوزيو تش وږي د پاکوونکو په برخه رسېږي.
ده زياته کړه : ((دلته مو په ډاګه اړولي، د شپې د غلو ويره هم شته، زموږ غوښتنه دا ده چې موږ ته منظم ځايونه جوړ شي، هم به خلکو ته د کار زمينه برابره شي او هم به ورسره زموږ کارونه اسانه شي.))
د سيد محمود په نامه يو بل سوداګر  وويل چې د جلغوزيو اته منه (۵۶ کيلو) بوجۍ څخه درې کيلو جغلوزي په لاس ورځي چې بازار کې يې هر کيلو تر پنځه زره کلدارو پلورل کېږي. دی وايي، تر پخوا ځکه د جلغوزيو نرخونه لوړ شوي چې چين هيواد ته صادرېږي او هلته په لوړه بيه پلورل کېږي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په ولسواليو کې د جګړو له امله يو شمېر ځنګلونه زيانمن شوي چې بيارغونې ته اړتيا لري او له حکومته په دغه برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست وياند انعام الله مياخېل پژواک اژانس ته وويل، د دغه ولايت په يوولسو ولسواليو کې د جلغوزو طبيعي ځنګلونه شته چې په اته زره او ۲۵۵ هکټاره ځمکو کې د جلغوزو ونې موجودې دي.
نوموړي زياته کړه، له همدې ځنګلونو هرکال د جغلوزيو۱۲۵۰ ټنه ميوه راټولېږي چې په راتلونکي کې د دغو حاصلاتو د کچې لوړوالي لپاره بېلابېل پروګرامونه په پام کې نيول شوي دي. د کرنې وزارت د تازه معلوماتو له مخې، روان کال په ټول افغانستان کې د جلغوزيو ۲۴زره ټنه حاصلات راټول شوي چې د تېر کال په پرتله زر ټنه زياتوالی په کې راغلی دی.