صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

سه شنبه ۲۹ حوت ۱۴۰۲

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

کورنیو چارو وزارت: هېڅوک د رایې شمېرنې بهیر د ناامنه کولو حق نه لري

کورنیو چارو وزارت: هېڅوک د رایې شمېرنې بهیر د ناامنه کولو حق نه لري

د افغانستان د کورنیو چارو وزات خبرداری ورکوي چې، هیڅوک حق نه لري د رایو شمیرنې د بهیر او د پلټنې پر وړاندې ناامني رامنځته کړي.
په ځینو ولایتونو کې د رایو د بیا شمیرنې پر وړاندې د اعتراضونو له پیلیدو سره د کورنیو چارو وزارت وايي، هیچا ته د دغه ملي بهیر د ناامنه کولو اجازه نه ورکوي.
د دې وزارت د ویاند مرستیالې مروه امیني د چهارشنبې په ورځ ازادي رادیوته وویل، له قانون سره سم، مدني حرکتونه او مظاهرې د خلکو حق دی، خو د رایو د بیاشمیرنې او پلټنو د بهیر پر وړاندې باید نا امني رامنځته نه کړي.
هغې زیاته کړه: "د رایو بیا شميرنه پیل شوې او مونږ ېې د امنیتي پلوه ادامې ته مکلف یو، هیچاته اجازه نه ورکول کیږی چې، د دغه ملي بهیر پر وړاندې نا امني رامنځته کړي او یا دا چې له امنیتي ستونزو سره یې مخ کړي."
د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې دا خبره کوي چې، په ځینو ولایتونو کې د رایو د بیا شمیرنې او پلټنې د بهیر له پیلېدو سره، د ځینو ټاکنیزو ټیمونو پلویانو د یاد بهیر پر وړاندې اعتراضونه پیل کړل.
په دې اړه د کندز له ولایت څخه د امنیتي ځواکونو او اعتراض کوونکو ترمینځ د نښتو خبرونه هم خپاره شوي دي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یوه ویاند علي افتخاري ازادي رادیو ته وویل، په ۱۶ ولایتونو کې د رایو د بیا شمیرنې اوپلټنې بهیر بشپړ شوی خو په اوو ولایتونو، پروان ، پنجشیر، بدخشان، بغلان ، فاریاب ، جوزجان او سرپل کې اعتراض کوونکو د دغه بهیرمخه نیولې ده.
په ورته وخت کې د افغانستان دازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا سرپرست نعیم اصغري وايي، امنیتي ځواکونه باید د خلکو د مدني حرکتونو او قانوني غوښتنو مخه ونه نیسي.
دی ټینګارکوي چې، غوره لاره داده چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون اعتراض کوونکو ته قناعت ورکړي.
هغه زیاته کړه: "امنیتي ځواکونه باید د خلکو د مدني اعتراضونو خنډ نه شي خو که اعتراضونه په تاوتریخوالي واوښتل، د امنیتي ځواکونو مسوولیت دی چې، اقدام وکړي څو خلک زیانمن نه شي، د ټاکنو د بهیر په اړه که هر لوری اندیښنې ولري، کمېسیون د قانون له مخې مکلف دی ځواب ورکړي."
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د یکشنبې په ورځ ویلي چې، تر اوسه یې د ټاکنیزو ډلو د استازیو اندېښنو او پوښتنو ته دوه ځلې ځوابونه ویلي او د رایو د پلټنې او بیا شمېرنې بهیر یې پیل کړی دی.
د دغه کمېسیون مسوولین ټینګارکوي چې، د رایو د بیا شمیرنې او پلټنې د بهیرله بشپړېدو سره به، په راتلونکې اوونۍ کې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
خو ډیری ټاکنیزې ډلې او د کاندیدانو شورا، د رایو د بیا شمیرنې او پلټنې له بهیر سره مخالفت کړی، ان داچې د ثبات او همپالنې د ټاکنیزې ډلې مشر عبدالله عبدالله ویلي چې، که دغه بهیر ونه درول شي، د ټاکنو کمیسیون به د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.