صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

سه شنبه ۲۹ حوت ۱۴۰۲

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

ملګروملتونو کې د افغان ښځو له حقونو د ملاتړ ډلې رامنځته کېدل

ملګروملتونو کې د افغان ښځو له حقونو د ملاتړ ډلې رامنځته کېدل

ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ د افغانو ښځو د ملګرو ډله رامنځته کړې ده چې مشري یې د بریټانیا دایمي استازې کوي او په ملګرو ملتونو کې د نورو هېوادونو ښځینه غړې هم په دې ډله کې شاملې دي.
ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه ډله به د افغانو ښځو د حقونو پراختیا، د ښځو د لاسته راوړنو او همداراز په حکومت او د سولې بهیر په برخه کې هڅې وکړي.
خبرپاڼې همداراز ویلي:«سره له دې چې د طالبانو پرمهال ښځې وځپل شوې او ګوښه شوې، خو اوس په یوه امن هېواد د افغانستان بدلولو په برخه کې د یوه محرک او پیاوړي عامل په توګه ظهور کړی.»
د خبرپاڼې له مخې د افغانستان د ښځو لاسته راوړنې او پیاوړې کېدل د افغانستان د خلکو، حکومت، نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو د پام وړ دي.