صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

شنبه ۱ ثور ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

د ختيځ څلورو ولايتونو د ځوانانو ستونزې څېړل کېږي

د ختيځ څلورو ولايتونو د ځوانانو ستونزې څېړل کېږي

چې څنګه د دوی ستونزې حل کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستيال په همدې موخه ننګرهار ته راغلی او دلته يې د ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان ولايتونو ځوانان په دې موخه راټول کړي چې خپلې ستونزې او د حل لارې يې ورسره شريکې کړي.
دغه غونډه د لړم په ۲۲مه د ننګرهار ولايت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه چې د يادو ولايتونو ځوانانو په کې خپلې ستونزې بيان کړې.
د اطلاعاتو  او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستيال محمد اجمل شاهپور په تېرو ټاکنو کې د ختيځ زون، په ځانګړي ډول د ننګرهار ولسونو او د ځوانانو له رول څخه ستاينه وکړه.
نوموړي زياته کړه، د ځوانانو په منځ کې افراطيت ځای نيولی او هڅه کوي د بېلابېلو لارو او پروګرامونو په ترڅ کې د دوی فکر مثبت لور ته سوق کړي.
ده ټينګار وکړ، د ځوانانو د ستونزو د حل په موخه يې د هغوی د ستونزو اورېدو او ورته د حل لارو لټولو لړۍ پيل کړې او پر داسې يو ميکانيزم کار کوي چې د ځوانانو ستونزې ورسره حل شي.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د ځوانانو فکري ودې په منظور د دې ډول غونډو او سفرونو ترسره کول مهم ياد کړل او ځوانان يې سالم رقابت او مثبت فکري بدلون ته وبلل.
هغه له ځوانانو وغوښتل چې د نورو ولايتونو له سفرونو ترلاسه شوو تجربو او بېلابېلو موضوعاتو په هکله له نورو ځوانانو سره معلومات شريک کړي، څو د ځوانانو په پوهه او تجربو کې زياتونه وشي.
په ورته وخت کې د غونډې ګډونوالو اندېښنه شريکه کړه چې د دې ډول غونډو خبرې يواځې د کاغذ پر مخ پاتې کېږي او هېڅ کومه نتيجه نه ورکوي.
د ننګرهار د ځوانانو په استازولۍ برهان الدين سيرت پژواک ته وويل، ځوانان له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، له کلونو راهيسې ورسره ژمنې کېږي؛ خو عملي نه شوې.
دغه راز د لغمان د ځوانانو په استازولۍ محمد حسين سجاد پژواک ته وويل، دغې غونډې ته په ډېر باور راغوښتل شوي او دوی هم هيله مند دي چې د تېر په څېر يې غوښتنې تر کاغد محدودې پاتې نه شي او حل لارې ورته ولټول شي.