صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

سه شنبه ۲۹ حوت ۱۴۰۲

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

په خوست کې ۳ پولیس وژل شوي او ۳ ټپیان دي

په خوست کې ۳ پولیس وژل شوي او ۳ ټپیان دي

د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې تېره شپه د یاد ولایت د تریزیو او علي شیرو ولسوالۍ اړوند سیمه کې د یو ماین په چاودنه کې درې پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د خوست د امنیې قوماندانۍ ویاند ازادي راډیو ته وویل چې په یاده سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې وسله والو برید کړی و، کله چې سیمې ته پولیس ورتلل، نو ماین پرې چاودنه کړې.
ځايي خلک وايي، په دې پېښه کې د تریزیو او علي شیرو ولسوالۍ د جنايي جرمونو مدیر هم وژل شوی دی.
د یو بل خبر له مخې نن ماسپښین د تڼیو ولسوالۍ اړوند د دره ګي په سیمه کې د یو ملکي وګړي ګاډي پسې بمي چاودنه شوې چې همدا کس په کې وژل شوی او د کورنۍ درې ښځې او یو ماشوم په کې ټپيان شوي دي.
سرچینه وايي، ممکن په دې ګاډي پسې چسپکي ماین تړل شوی وي، کله چې ګاډی کور ته رسېدلی، نو ماین چاودنه کړې ده.
د خوست د امینې قوماندانۍ چارواکي وايي چې د پېښې د پلټنې لپاره سیمې ته پولیس ورغلي دي.