صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

سه شنبه ۲۹ حوت ۱۴۰۲

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

په سرپل کې د پیازو حاصلات ۲۰ سلنه خو بیه یې لس برابره لوړه شوې

په سرپل کې د پیازو حاصلات ۲۰ سلنه خو بیه یې لس برابره لوړه شوې

د سرپل بزګران سږ کال د پیازو حاصل ته خوښ دي؛ ځکه په دغه ولایت کې د پیازو حاصل په ۲۰ سلنه ډېروالي سره ۵۹۵۰۰ ټنو ته رسېدلي او بیه یې هم لس برابره زیاته شوې ده.
د دغه ولایت اوسېدونکي وايي چې تېر کال د سرپل بزګرانو پر زرګونه جرېبه کرنیزه ځمکه پیاز کرلي وو خو له دې امله چې بهر ته صادر نه شول او د افغانستان په داخل کې هم له معمول څخه ډېر کرل شوي وو، د یو من پیازو بیه له اوو تر ۱۵ افغانۍ وه او بزګرانو ترې د ځمکې د اجازې، تېلو، سرې، تراکټور، درملو او کارګرانو لښګت هم پوره نه شو کړ.
د دوی په خبره، یاده موضوع د دې لامل شوې وه چې د سرپل ډېری بزګران بهرنیو هېوادونو ته ولاړل څو وکولای شي قرض کړې پیسې پوره کړي.
خو د سرپل بزګران د پیازو کښت ته خوښ دي او وايي چې د پیازو بیې د بزګرانو د غوښتنې په اندازه لوړې شوې دي.
د ده په خبره، سږ کال په یاد ولایت کې یو من پیاز له ۸۵ تر ۱۰۰ افغانۍ پلورل کېږي چې دا بیه کولای شي د بزګرانو د تېلو، نباتي درملو، اجارې او کارګرانو لګښت پوره او دوی ته ګټه پاتې شي.
بزګران د پیازو د بیې لوړېدو لامل له بهرنیو هېوادونو افغانستان ته د پیازو نه واردېدل ګڼي.
د یادو بزګرانو له ډلې عبدالحي پژواک ته وویل، سږ کال یې پر څلور جرېبه ځمکه پیاز کرلي او توانېدلی چې له یادې ځمکې ۱۲ زره منه حاصل ترلاسه کړي. یوه من اووه کیلو دی.
هغه زیاته کړه چې هر من پیاز یې په ۸۵ افغانۍ پلورلي او له دې لارې یې یو میلیون عاید ترلاسه کړی چې ۳۰۰زره یې د لګښت او پاتې ورته خالص ګټه پاتې شوې ده.
د عبدالحمید په نوم یو بل بزګر هم په خوښۍ وویل، پر ۱۲ جرېبه ځمکه یې پیاز کرلي وو او ۳۰ زره منه حاصل یې ترې واخیست، چې له دې لارې یې ۲.۵ میلیون افغانۍ خالصه ګټه ترلاسه کړې ده.
په ورته وخت کې د سرپل د کرنې رییس محمد سلیم رنجبر وویل، سږ کال د تېر کال په پرتله په دغه ولایت کې د پیازو حاصلات ۲۰ سلنه ډېر وو.
هغه زیاته کړه، سږ کال په دغه ولایت کې له ۱۰۰۰ هکتاره پر ډېره ځمکه پیار کرل شوي دي او د اټکل له مخې د پیازو تولید هم ۵۹ زره ۵۰۰ متریک ټن دی.
هغه پر مناسب وخت ښه اورښت د پیازو د حاصل د ډېرېدو لامل بولي.
دا په داسې حال کې ده چې د سرپل د کرنې ریاست تېر کال بزګرانو ته ژمنه ورکړې وه چې په دغه ولایت کې به د هندوستان په مالي مرسته د پیازو لپاره شپږ سړې خونې جوړوي خو یاده پروژه تر اوسه نه ده تطبیق شوې.
پیاز تر ډېره د دغه لایت د مرکز په کلیو، سیداباد هزاره، سیداباد افغانیه، مغول جر، امام جعفر، قوشتپه، علیزایي، چهارباغ، خانقاه ملیکي او بختیاري کې کرل کېږي.