صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

سه شنبه ۲۹ حوت ۱۴۰۲

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

افغان هوایي شرکتونو ته د ملکي هوایي چلند ادارې ګواښ

افغان هوایي شرکتونو ته د ملکي هوایي چلند ادارې ګواښ

که هوايي شرکتونه د افغانستان د ملکي هوایي چلند له خوا د ټکټونو له ټاکلې بیې سر غړونه وکړي، قانوني چلند به ورسره وشي.
د افغانستان د هوايي چلند اداره وايي، د مسافرو ستونزو او د الوتکو لګښتونو ته پام ټولو کورنیو پروازونو ته نوې بیې ټاکل شوي دي.
د دغې ادارې ویاند قاسم رحیمي ازادي راډیو ته وویل، دغه تصمیم د مسافرو له شکایتونو وروسته نیول شوی دی.
د رحیمي په خبره، هر شرکت چې له ټاکلې بیې سرغړونه وکړي، قانوني چلند به ورسره وشي.
دی وایي: "هر شرکت چې د هوايي چلند د ملکي ادارې له نرخنامې سرغړونه وکړي، موږ د هغې کړنلارې له مخې چې په دې برخه کې شته، له سرغړوونکي شرکت سره قانوني چلند کوو، نماینده ګۍ او شرکتونه چې د ټکت خرڅولو امتیاز لري او ټکټ په ګرانه بیه پلوري، موږ اقدام کوو چې امتیاز یې سلب شي."
د بدخشان ولایت اوسېدونکی شبیر احمد او د هرات هغه پروېز نظري د هوايي شرکتونو د پروازونو د ټکټونو د بې ساري پورته کېدو په اړه ازادي راډیو ته وايي، هوايي شرکتونو د ازاد بازار او د لویو لارو له ناامنۍ په ګټې اخیستنې د پروازونو د ټکټونو بیې دوه برابره لوړې کړي دي.
دوی وایي: "د الوتکې ټکټ په ولایت کې ډېر پورته دی، سره له دې چې له بدخشانه تر کابله ټکټ ۹۰ امریکايي ډالر دی، خو شرکتونه یې له ازاد بازاره په استفادې تر ۱۳۰ ډالرو په خلکو پلوري."
"د ټکټونه بیه لوړه ده، که بازار ته لاړ شئ، وبه وینئ چې یو ټکټ څومره ګران دی، بېوزله خلک په الوتکه کې د تللو توان نه لري، که پر ځمکه لاړ شو نو وژل کېږو، دولت هېڅ پاملرنه نه لري."
خو د اریانا هوايي شرکت د خپرونو مسؤل عبدالمتین فراصت ازادي راډیو ته وویل، دغه شرکت په ټول هېواد کې د هوایي چلند د ریاست له نرخنامې سره سم خپل ټکټونه پلوري.
دی وایي: "زموږ رسمي دفتر په ټول هېواد کې د هوايي چلند له نرخنامې سره سم ټکټونه پلوري، خو څوک چې په بازار کې له دوم او درېیم لاسه ټکټ اخلي، ممکن ګران وي."
د ملکي هوايي چلند د ادارې د ویاند د معلوماتو له مخې، د نوې نرخنامې په ټاکلو کې د شرکتونو اقتصادي وضعیت او د مسافرو ستونزې په پام کې نیول شوي دي.
د قاسم رحیمي په خبره، کوم مسافر چې له هوايي شرکتونو شکایت لري، کولی شي چې دوی ته مراجعه وکړي، څو ستونزو ته یې رسېدنه وشي.
ده وویل: "موږ طرزالعمل لرو او له هغې سره سم عمل کوو، هر هېوادوال چې شکایت لري، کولی شي چې د هوايي چلند ادارې ته راشي چې ستونزې ته یې رسېدنه وشي."
د هوايي چلند اداره وايي، دغه تصمیم د اریانا او کام ایر د هوايي شرکتونو د استازو په موجودیت او د هوايي شرکتونو د عملیاتي لګښتونو په پام کې نیولو سره نیول شوی دی.