صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

چهارشنبه ۵ ثور ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

په کابل کې د روغتيايي توکو نندارتون جوړ شو

په کابل کې د روغتيايي توکو نندارتون جوړ شو

ديوه افغان شرکت لخوا د سيمې د هېوادونو تر منځ د سوداګريزو  اړيکو د  پياوړتيا او هېواد ته په لوړ کيفيت درمل واردولو په موخه، په کابل کې روغتيايي نندارتون جوړ شوى دى.
د (پاک – منځنۍ اسيا روغتيايي دوه ورځنی نندارتون ) د افغاني شرکت "صيام بزنيز" او پاکستاني شرکت "ګلوبل اسيا" په نوښت په کابل کې جوړ شوى او ۴۰ غرفې چې لس يې د پاکستان څخه دي ، درمليز توکي نندارې ته وړاندې شوې دي.
د "صيام بزنيز" مشر صيام  ددې نندارتون دپرانستې پر مهال خبريالانو ته وويل، د دې نندارتون د جوړېدو موخه دا ده چې د سيمې له هېوادونو سره د افغان سوداګرو اړيکې پياوړې شي، په افغانستان کې بهرنۍ پانګوال وهڅول شي، د خلکو د لپاره د کار لارې چارې برابرې شي.
هغه زياتوي:" له بده مرغه موږ هر کال په نورو هېوادونو کې شاوخوا ۷۰۰ ميليون ډالره پر افغان ناروغانو لګول کېږي "
دافغانستان د سوداګرۍ خونې مرستيال او د پاک – افغان سوداګرۍ او صنعت خونو غړي خانجان الکوزي د دغه نندارتون له جوړېدو هرکلی وکړ او ويې ويل چې دغه خونه به دې له دوی سره هر ډول همکارۍ ته تيار دي.
دی زياتوي:" که چېرې مو د سيمې د هېوادونو ترمنځ سوداګريزې اړيکې رامنځته کړی شي نو د ټولو هېوادونو اقتصادي وضعيت به ډېر ښه والی ومومي او ټول هېوادونه به يو له بل سره ګډې اقتصادي چارې ولري."
هغه زياته کړه ، په اقتصادي چارو کې بايد ناسالم رقابت له منځه ولاړ شي، او يو د بل له تجربو بايد ګټه واخستل شي او افغانستان او پاکستان د روغتونو تر منځ ګډې ناستې رامنځته شي.
په روغتيايي چارو کې د ولسمشر سلاکار رضوان احمدزي وايي، له دې سره سره چې په افغانستان کې د روغتيا په برخه کې پانګلونه شوې خو څومره چې اړينه ده په هغه کچه کار نه دی شوي.
دی زياتوي، په هره برخه کې ډېر نندارتونونه جوړ شوي خو هېڅ ګټه يې نه ده کړې، اړينه ده چې په هره برخه کې بايد بنسټيز کارونه وشي.
د ګلوبل اسيا په نوم د درملو جوړولو پاکستاني شرکت مشر عمران خټک وايي، دوی په دې موخه په دې نندارتون کې ګډون کړي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګريزې اړېکې پياوړې کړي او  د دواړو هېوادونو تر منځ تجربې شرېکې کړي.
دی زياتوي، غواړي په لوړ کيفيت درمل افغانستان او د افغانستان له لارې منځنۍ اسيا هېوادونو ته ولېږدوي.