صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

چهارشنبه ۳ سرطان ۱۴۰۵

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

عبدالله ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د شانګهای سازمان همکاري وغوښته

عبدالله ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د شانګهای سازمان همکاري وغوښته

د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله نن له غرمې مخکې (شنبې د لړم په ۱۱مه) د شانګهای همکاریو سازمان په اتلسمه سرمشریزه کې په خپله وینا کې، د دغه سازمان له غړو هېوادونو غوښتي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې لاس په کار شي.
د شانګهای د همکاریو سازمان اتلسمه سرمشریزه د دوه ورځو لپاره د ازبیکستان په پلازمېنه تاشکند کې جوړه شوې وه.
ښاغلي عبدالله په دغې غونډه کې وویل:«موږ وړاندیز کوو څو د شانګهای همکاریو سازمان په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د دغې ښکارندې د مخنیوي لپاره تګلاره غوره او په ګډه توګه کار وکړي.»
اجراییه رییس زیاته کړه چې افغانستان له ترهګرۍ د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی او اړتیا ده چې په دې برخه کې د نړۍ او سیمې هېوادونه له افغانستانه ملاتړ وکړي.
له دې ټولو سره ښاغلي عبدالله ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره هڅې روانې دي او د دغو هڅو بریا، په افغانستان کې داخلي اجماع او د افغان سولې بهیر کې د دخیلو هېوادونو مرستې ته اړمنه ده.
هغه همدارنګه څرګنده کړه:«افغانستان کې سولې ته د رسېدو ، دتاوتریخوالي او جګړې د پای لپاره هڅې دوام لري. د افغانستان خلک له هغو هڅو چې په عادلانه، دایمي او اعتبار لرونکې سولې پای شي، ملاتړ کوي. سولې د ته د رسېدو لپاره ټول لوري باید د خلکو غوښتونو او ارادې ته ژمن وي. موږ د سولې ته د رسېدو په برخه کې د کورنۍ اجماع د پیاوړتیا لپاره هڅه کوو. او هیله لرو چې له ټولو نړیوالو او سیمه ییزو لورو سره چې د سولې د سم لوري لپاره هڅې کوي په ګډه کار وکړو.»
ښاغلي عبدالله د امریکا، اروپايي ټولنې، روسیې او نورو هېوادونو څخه چې د سولې د ټینګښت په درشل کې له افغانستان سره همکاري کوي ستاینه وکړه.