صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

جمعه ۳۱ حمل ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

ارزګان کې‎۲۰تنو افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړ

ارزګان کې‎۲۰تنو افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړ

د ارزګان ولایت پولیس دوشنبې(د تلې په ۲۹مه نېټه) تاییدوي چې په دې ولایت کې له طالبانو سره نښته کې ۲۰ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی.
دغه چارواکي زیاتوي چې نښته کې ۱۸ تنه طالب وسله وال ټپيان شوي دي.
د ارزګان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند، خطاب خنجري څرګندوي چې په د یاد ولایت په ګېزاب ولسوالۍ کې نښتې ۱۸ ورځې مخکې پیل شوې وې او تېره شپه سیمې ته مرستندویه ځواک رسېدلی دی.
ښاغلی خنجري څرګندوي چې تېره شپه د افغان ځواکونو د مرستې په موخه کمانډو ځواکونه د هوا له لارې ورغلي دي.
هغه وړاندې وايي:«تېرو ۴۸ ساعتونو کې اووه کمانډو، اته تنه د پوځي سرتېري او پنځو پولیسو ژوند له لاسه ورکړی دی. ۱۸ طالب وسله وال هم وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان دي.»
د ارزګان امنیه قومندان وايي چې افغان ځواکونو تېرو ۱۵ورځوکې مرګ ژوبله نه درلوده، خو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
امنیتي چارواکي وايي چې اوس مهال د یادې ولسوالۍ ودانۍ په پنځه کیلومټرۍ کې نښتې روانې دي.
چارواکو د نښتو په تړاو جزئیات نه دي ورکړي.
طالبانو په ګېزاب ولسوالۍ کې نښتې تایید کړي دي.