صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

پنجشنبه ۹ حمل ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

ننګرهار کې ۱۲۰۰ کيلوګرامه نشه يي توکي او ورسره په تړاو ۴۵ کسان نيول شوي

ننګرهار کې ۱۲۰۰ کيلوګرامه نشه يي توکي او ورسره په تړاو ۴۵ کسان نيول شوي

د ننګرهار ولايت پوليسو تېره يوه مياشت د نشه يي توکو د مخنيوي ۴۳ عمليات ترسره کړي چې په کې يې ۱۲۲۰ کيلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه او ورسره په تړاو یې ۴۵ کسان هم نيولي دي.
د نيول شوو کسانو له ډلې يو شمېر کسان او نشه يي توکي د تلې په ۲۹مه د قوماندانۍ په مقر کې خبريالانو ته وښودل شول او ترڅنګ يې په اړه مسوولینو معلومات هم ورکړل.
د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرقيب مبارز په دې اړه جوړ شوي خبري کنفرانس ته وويل، تېره يوه مياشت د دې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مديريت پوليسو ۴۳ ګډ او ځانګړي عمليات ترسره کړي دي.
هغه زياته کړه، په دغو عملياتو کې ۲۵ يې د پوليسو له لوري ځانګړي او دغه راز ۱۸ له ملي اردو، ملي امنيت او نور امنيتي ارګانونو سره په ګډه ترسره کړي دي.
د نوموړي په وينا، د نشه يي توکو د مخنيوي په دغو عملياتو کې ۱۲۲۰ کيلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه شوي او ورسره په تړاو ۴۵ مشکوک کسان هم نیول شوي دي.
مبارز وايي، په يادو عملياتو کې ۱۵ موټر او ۳ ميله وسلې هم له یادو کسانو ترلاسه شوي دي.
د هغه په خبره، د نيول شوو کسانو له ډلې يو شمېر یې تر څېړنو لاندې دي او د ځينو دوسيې د نورو څېړنو په موخه څارنوالۍ ته لېږل شوې دي.
قوماندان دا هم وويل چې دغه عمليات په جلال اباد ښار، خوږياڼو، سره رود، بهسودو، روداتو او يو شمېر نورو ولسواليو کې ترسره شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې جلال اباد ښار کې د روږدو کسانو شمېر ورځ تر بلې ډيرېږي چې لوی علت يې هم په اسانۍ سره نشه يي توکو ته لاسرسی دی.