صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

سه شنبه ۴ ثور ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

کندهاریان د هسکې مېنې برید غبرګون کې: نور د ملکیانو وژل نشو زغملی

کندهاریان د هسکې مېنې برید غبرګون کې: نور د ملکیانو وژل نشو زغملی

د کندهار ولایت اوسېدونکو د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ، جودرې ولسوالۍ په یوه جومات کې د برید په غبرګون کې چې له کبله یې ۷۲تنه ووژل شول، نن(یکشنبې د تلې په ۲۸مه نېټه) لاریون وکړ.
لاریون کوونکو د " ملکي کسانو وژنه بس ده" شعارونو سره وايي چې نور د ملکي کسانو وژنه نشي زغملی.
قومي مشر، سمیع الله توخي وايي:« د بشر د حقوقو د مدافیعینو څخه مي دا پوښتنه ده، چې موږ څوک وژني؟ ولي مو وژني؟ ایا موږ انسانان نه یوو، زموږ په مسجدونو، مقدساتو، مدرسو او ښوونځيو کې مو چاودنې کیږي او خلګ مو وژل کیږي. تر څو موږ باید ووژل شو؟ زما د دې پوښتنو ځواب څوک راکوي؟»
په لاریون کې قومي مشران، دیني عالمانو او د مدني ټولنې فعالانو هم ګډون کړی.
مدني فعاله، عزیزه وطنوال څرګندوي:«مسجد د خدای کور دی او هلته د شیطان ورتګ را منع ده، خو هلته چې یو څوک ورځي او ځان ته چاودنه ورکوي او زموږ بیګناه هېوادوال وژني دا کسان تر شیطانانو لا هم پس پاته او ظالم دي.»
دیني عالمانو چي په یاد لاریون کي ګډون کړی دی وايي، طالبان او نورې جنګي ډلې ، د اسلام له نومه ناوړه ګټه پورته کوي.
دیني عالم، نیک محمد څرګندوي:«نور موږ تر پوزې یوو، موږ اوس حیران یوو چې په کوم ټکو او په کوم الفاظو يې وغندو، د دا ډول پيښو څخه سخت نارامه یوو او دا پيښه که هر چا کړي وي، که داعش وي او یاهم طالب وي، موږ يي غندو او د دا ډول پيښو مخنیوي غوښتونکي یوو.»
د دغه لاریون برخه وال له طالبانو او حکومت څخه غوښتني لري.
صلحي مدني فعال، حکمت الله وايي:«د جنګ له ښکیلو ډلو څخه غوښتنه کوو چې افغانان نور له جګړې څخه ستړي دي او نور جنګ نه غواړي، غوښتنه کوو چې د افغانیت او اسلامیت د ښمانانو ته اجازه ورنه کړی شي چې نور مو ووژني او نور باید له دي ستړي ژوند څخه خلاص شو.»
بل مدني فعال، محمد ولي زیاتوي:«په څه او ولي؟ افغانیت اسلامیت اخیر دې ته را ورسید؟، جومات دي ړنګ کړي، لګوټه دې را بد نامه کړه، مسجد،  او ښوونځي په بومونو راته والوزول، ستا انسانیت او مسلمانیت همدا دی؟ که داعش دي که طالبان دا ډول کارونه يي غنډو او خپل لاریونونه کوو.»
د دغه لایون برخه وال جنګ بس دی او سوله غواړو په شعار ورکولو سره وايي حکومت دې په هېواد کې د سولې په اړه هڅې ونه سپموي.