صاحب امتیاز: محمد رضا هویدا

مدیر مسوول: محمد هدایت

سر دبیر: حفیظ الله زکی

چهارشنبه ۵ ثور ۱۴۰۳

دانلود صفحات امروز روزنامه: 1 2 3 4 5 6 7 8

اروپایي ټولنه: افغان دولت دې د اعدام پر سزا د محکومو کسانو دوسیې ژر وڅېړي

اروپایي ټولنه:  افغان دولت دې د اعدام پر سزا د محکومو کسانو دوسیې ژر وڅېړي

  اروپایي ټولنې په افغانستان کې د هغو  مجرمینو د دوسیو د ژر تر ژر څېړلو غوښتنه کړې چې د اعدام پر سزا محکوم شوي دي.
دغه څرکندونې په هغې خبرپاڼه کې راغلې چې نن (د تلې ۱۷مه) پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، د اړوندې موضوع په اړه د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو استازو او د ناروې سفير ګډه ناسته درلوده.
سرچینه زیاتوي چې يادو ګډونوالو د اعدام سزا پر ضد پر خپل کلک دریځ ټینګار وکړ او دا يې یو ظالمانه، غیر انساني او همدارنګه انساني کرامت ته ستر سپکاوی وباله.
خبرپاڼه کې راغلي چې ډېری کسان د جرمونو په تور نیول کېږي خو له څېړنو وروسته بې ګناه ثابت شوي دي.
دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې یادو غړو د افغانستان له حکومته مننه کړې چې په ۲۰۱۸ کال کې یې د جزا په اصلاح شوي قانون کې د هغو جرمونو کچه چې سزا یې اعدام بلل کېده، تر ډېره حده کمه کړې ده.
خبرپاڼه زیاتوي چې له ۲۰۱۸ کال راهیسې په افغانستان کې خلک د جرم له مخې نه دي اعدام شوي، نو اوس دې د افغانستان دولت هم د اعدام سزا منعه کړي.
په اعلامیه کې راغلي چې د اعدام د سزا په ورکولو سره په هېڅ هېواد کې د جرمونو کچه نه ده کمه شوې.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ۱۷۴ هېوادونو چې ټولټال ۹۰٪ د ملګرو ملتونو بشپړ، یعنې ۱۹۴ هېوادونه تشکیلوي، د اعدام سزا هېڅ حکم نه دی صادر کړی.